تاند- د ملګرو ملتو امنیت شورا پلاوي له امین کریم او فاروق وردک سره په کتنه کې وویل چې له تور لیسته د ښاغلي حکمتیار د نوم د ایستلو بهیر به له ۹ تر ۶۰ ورځو پوري دوام وکړي.

د ملګروملتونو د بندیزونو د کمیټې پلاوي پرون همداراز د ملي امنیت له سلاکار او له هغه مخکې د کورنیو چارو له وزیر سره په کتنو کې په دې بحثونه وکړل. د پلاوي مشري د بندیزونو د کمیټې مشر او په ملګرو ملتونو کې د نیوزیلېنډ دایمي استازي جرارډ- وان بوهمن کوله.

د ملي امنیت شورا وايي، د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې پلاوي ژمنه وکړه چې د امنیت شورا د تعزیراتو کمېټه به، د بندیزونو له لیست څخه د حزب اسلامي د مشرتابه د ایستلو په برخه کې پوره غور او همکاري وکړي.

د سولې موافقه د میزان په اتمه د ولسمشر محمد اشرف غني او د اسلامی حزب د مشر ګلبدین حکمتیار له لوري له اوږدو خبرو وروسته لاسلیک شوه.

د دې موافقې پر اساس د افغانستان حکومت باید له ملګروملتو او امریکا وغواړي چې د حکمتیار نوم له تور لیسته وباسي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د ملي د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له پلاوي څخه غوښتنه وکړه چې د وسله والو طالبانو د هغو مشرانو نومونه د بندیزونو په لېست کې اضافه او شتمنۍ یې کنګل کړي، چې د تروریستي او ورانکارو فعالیتونو پر دوام باور لري او د سولې خبرو ته نه حاضرېږي.

د ملګروملتو د امنیت شورا پلاوي پرون په ارګ کې له ولسمشر غني ولیدل او د اسلامي حزب سره د سولې د بهیر په اړه یې د ده نظرونه واورېدل.

پلاوی وویل چې د ولسمشر غني د نظرونو په رڼا کې به له تور لیسته د حکمتیار د نوم د ایستلو په برخه کې نوي او عملي ګامونه واخلي.

One thought on “د امنیت شورا له تور لیسته د حکمتیار د نوم د ایستلو او د طالبانو د شاملولو غوښتنه وشوه”
  1. مونږ په دیی طمع یاستو چه غنی خان به مونږ ته سوله راولی، خو غنی خان دسولی پر ځای تورو او سپینو طالیبانو پسی ګرځی، نو فکر کووم دافغانستان دخلکو دغه امید چه غنی خان به مونږ ته سوله راولی، هم دخاورو سره خاوری شو

    دافغانستان په داپنځلس کلن حکومت کی تر اوسه نه کرزی صیب او نه بل کوم چارواکی ویلی دی چه طالیبان په سپینو او تورو لیستونو کی واچوی، دغه لیستونه به دامریکا او پاکیستان په خوښه اچول کیدل

    مګر دا لمړی وار دی چه یو متفکر افغان ددیی پرځای چه په سوله کی عملی اقدام وکړی، دسولی ضد کارونو ته یی مخه کړیده
    ښاغلی کرزی ولی دا کار ونکړو، ځکه کرزی دافغانانو په کلتور او رواجونو خبر دی، ښاغلی غنی ولی داکار وکړو ځکه هغه څلویښت کاله په امریکا کی تیر کړیدی دافغانستان په عنعنوی رواجونو پوره بلد تیا نلری

    په اخر کی ښاغلی خان ته وایم چه په زور کلی نه کیږی، باید دافغانستان درواجونو اوعنعاتو په مطابق حرکت وکړی، څومره چه
    دیی وس او توان کیږی دسولی کوشش وکړه نه دجدایی او بیلتون

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *