تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۷مه: د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټیم اجرائیه رئيس انوارالحق احدي په کابل کې د امن کنفرانس ګډونوالو د غونډې له منځه شړلی او وینا ته یې نه دی پرېښی.
د کنفرانس ترتیبوونکي وايي، ښاغلي احدي ته لس دقیقې د افغانستان د جګړې د اقتصادي اړخونو په تړاو د غږېدو موضوع او وخت ورکړی و، خو کله چې نوموړي ته پر سټېج د وینا اورولو بلنه ورکول شوه، نو یې د جګړې د اقتصادي اړخونو د بیان پر ځای ډاکټر عبدالله عبدالله ته کمپاین پیل کړ.
د غونډې ګډونوال هم وايي، چې ښاغلي احدي پر سټېج د کوزې پښتونخوا او نورو بهرنیو مېلمنو په حضور کې د ډاکټر اشرف غني په سپکاوي لاس پورې کړ او هغه یې یو خاین ولسمشر یاد کړ چې له کبله یې ناست خلک په غوسه شول او نوموړی یې د سټېج له سره نه یوازې دا چې راکوز کړ بلکې بهر یې هم وشاړه.
ډاکټر احدي چې په اقتصادي چارو کې پوه شخصیت دی، په دې وروستیو کې د ډاکټرعبدالله له ټیم سره نږدې کار کوي او دغې ډلې ورته د اجرائیه ریاست منلی دی.
هغه بست چې د افغانستان په اساسي قانون کې نه شته خو د موازي حکومت په توګه انګیرل کېږي چې ولسمشر غني یې رامنځته کول یو مجبوریت خو په خپله راتلونکې دوره کې د لغوه کولو اراده ښودلې ده.
سم کار یې کړی، خوچې یوڅو سوټیه په دا کونه یې وهلی وی. اوس که ولسمشر دڅوکۍ هسې یو سترګک ورته ووهي بیا ګوری له همدغه ستیجه څه وایي دا د څوکۍ فاحشه