دافغانستان کرکټ بورډ په نوښت د (اتصالات شپږيزې) تر نامه لاندې د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پيل شويو سياليو کې د امو نهنګانو او د بند امير بازانو خپلې لوبې وګټلې.
په دې سياليو کې د افغانستان د پنځو زونونو غوره لوبډلې د ختيځ زون د سپين غر پړانګان ، د سوېل ختيځ زون د مس عينک اتلان ، د شمال زون د امو نهنګان ، د سوېل زون د بست ساتونکي او د مرکزي زون د بند امير بازانو برخه اخيستې ده.
نن ددې سياليو په دويمه ورځ هم دوه لوبې وشوې، سهار لومړۍ لوبه د امو د نهنګانو او د بست داتلانو ترمنځ ترسره شوه، چې د نهنګانو په بريا پاى ته ورسېده.
د امو نهنګانو لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ١٧٩ منډې جوړې کړې ، د دوى له لوري عمثان غني په زړه پورې لوبه وکړه او ٩٨ منډې يې جوړې کړې، دغه راز سميع الله شينواري هم ٤٥ ښکلې منډې جوړې کړې. بست ساتونکی لوبډلې ونه شواى کړاى ، چې دا هدف ترلاسه کړي او ټوله لوبډله يې په شلم اوور کې په ١١٩ منډو وسوځېدله او دغه راز د امو زون دغه لوبه د ٦٠ منډواپه توپير سره وګټله. د بست لخوا مجتبى ٥٩ منډې جوړې کړې او د امو نهنګانو له لوري شرف الدين درې، نور الدين او ميرويس اشرف دوه دوه لوبغاړي وسوځول. عثمان غني ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
دويمه لوبه تر غرمې وروسته د سپين غر پړانګانو او د بند امير د بازانو ترمنځ ترسره شوه، چې د بند امير بازانو په بريا پاى ته ورسېده.
د سپين پړانګانو کپتان حميد حسن پچه وګټله او لومړى يې پخپله د بيټنګ پرېکړه وکړه، دوى په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٦١ منډې جوړې کړې، د پړانګانو له لوري کريم صادق ٥٦، حميد حسن ٤١ او نجيب ترکي ٣٦ منډې وکړې. د بند امير بازانو له لوري نصرت الله دوه ، حمزه هوتک، شاهپور ځدراڼ او محمود شينواري يو يو لوبغاړى وسوځاوه.
د بند امير بازانو لوبډلې ياد هدف په اسانۍ سره په اتلسم اوور کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او دا لوبه يې وګټله، ددوى له لوري کپتان محمد نبي عيسى خېل په زړه پورې لوبه وکړه او ٧٨ منډې يې جوړې کړې چی ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د لوبې په پاى کې دافغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود، اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد،حاجی کبیر خان او نسیم الله دانش د کرکټ بورډ او د ايم ټي کي موبايل شرکت لخوا برابرې شوې ډالۍ پر لوبغاړو ووېشلی.
ددې تورنمنټ په لومړۍ او نن دویمه ورځ د کرکټ بورد اجراییوي ریس ډاکټر نورمحمد مراد په لوبغالي کې د ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه او د نندارچیانو سره یو لوبه په ګډه وکتله او د هغوی نظریې او ستونزې یی واوریدلې چی په اړه یی په اداري ناسته کې د لازمو اجراعاتو لارښونه وکړه..
سبا به لومړۍ لوبه د مس عينک اتلانو او د بست ساتونکو ترمنځ او دويمه لوبه تر غرمې وروسته د امو نهنګانو او دسپين غر پړانګانو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ووځي