دا غونډه په داسي حال کي ترسره سوه چي هلمند والي حيات الله حيات، دولايتي شورا وکيلانو،علماوو،د بيلابيلودولتي ادارومسولینو،مدني فعالانو،دفرهنک او ادب مينوالواو ګڼ شمير ځوانان ګډون درلود.

ياده غونډه د شعرونو، نعتونو،بيلابيلوخاطرواو خوږ بانډارته ځانګړي سوې وه چي پکي مسولينو ځوانانو خپلي خاطري يو له بل سره شريکي کړي.

دا لومړي ځل دی چي هلمند کي اميرکروړ ادبي فکري بهيراوهلمند مدني ټولنه داسي يوه ادبي ناسته جوړوي چي دځوانانو ترڅنګ پکي لوړپوري دولتي چارواکي هم برخه اخلي.

ديادي غونډي سمبالوونکو زياته کړل چي دداسي ادبي اوفرهنکي ناستو څخه يې موخه داده ترڅو دځوانانو اوددولتي مسولينو ترمينځ اړيکي پراخي سي اودشعر او تنز په ژبه يې دحکومتي چارواکو څخه دخپل حقونودغوښتولو څرګندوي وکړل.

هير دي نه وي چي هلمند مدني ټولنه او اميرکروړ ادبي فکري بهير تل د ادب او فرهنک مينوالو دخوشحال ساتلو لپاره داسي ادبي اوفرهنکي ناستي جوړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *