د هند مشر سینمایي ستوري امیتاب بچن د بهار ایالت د ۲۱۰۰ بزګرو بانکي پورونه ادا کړل.
امیتاب بچن په دې تړاو پر خپل بلاګ لیکلي، د ژمنې له مخې مو د بهار ایالت له بزګرو ۲۱۰۰ کسان انتخاب کړل او د او، ټي، ایس سیسټم له لارې مې د هغوی پورونه د خپلې لور شویتا بچن او زوی ابیشک بچن په لاس ادا کړل.
بچن تر دې وړاندې ویلي وو، دا وار د بهار ایالت هغو خلکو ته ډالۍ لري چې خپل پورونه نه شي لنډولی.
دا لومړی ځل نه دی چې امیتاب بچن د خپل هیواد له خلکو سره په دومره لوی زړه مرسته کوي بلکې نوموړي تېر کال هم د اترپردیش ایالت ۱۳۹۸ بزګرو پورونه بانک ته ورلنډ کړي وو.
نوموړی وایي، دا وار به د کشمیر د پلوامه برید د قرباني سرتېرو له کورنیو سره مرسته کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *