ژباړه او زیاتونه: ډاکتر استاد شفیقه صدیقي

د امیندوارۍ په دوران کې د مور په وجود کې ځینې بدلونونه راځې، ځینې وخت دا بدلونونه خطرناک وي، خو ډیری وخت نورمال وي. دا چې کوم بدلونونه نورمال او کوم یې د مور او ماشوم لپاره خطرناک دي په لاندې لیکنه کې به په بشپړ ډول واضح شي! 

زړه بدوالی او استفراق:

زیاتره ښځې د امیندوارۍ په لومړیو وختونو کې زړه بدوالی لري، خو هېڅوک هم دقیق نه پوهیږي چې ددې زړه بدوالي لامل څه دی، خو د لاندې ټکو په نظر کې نیولو سره کولی شئ په زړه بدوالي او استفراق کې کموالی راولئ: 

    • له ویده کېدو څخه مخکې د پروټیني خوړو خوړل، لکه: لوبیا، تخمکې، پنیر او داسې نور…
    • له خوب څخه له پاڅیدو سره سم  په نهره د وچې ډوډۍ خوړل.
    • لږ ډودۍ خوړل، خو څو ځلې خوړل مثلاً د درې وخته په ځای دې پنځه یا شپږ ځلې ډودۍ خوري خو کمه کمه!
  • په ورځ کې دوه ځلې د ویټامین بي۶ (Pyridoxin) اخیستل، چې په زیاته اندازه په غوښه او سبو کې پیدا کېږي.

 په خوراک کې بدلون 

زیاتره ښځې د امیندوارۍ په دوران کې د یو ډول خاصو خوړو غوښتنه کوي، ځینې وخت هغه څه خوري چې هیڅ د خوراک هم نه وي لکه: ګل، د چایو شمې، خاوره… ځینې وخت کې د ښو خوړو غوښتنه کوي که هغه خواړه په زیاته اندازه پروټینونه او ویټامینونه ولري وریې کړئ چې څومره ډېر وخوري د مور او ماشوم لپاره ګټور تمامېږي. 

د معدې درد  

د معدې درد یا سوزش د سؤهاضمې او یا د زړه د سوځیدا په نامه هم یادېږي، دا سوزش ځکه پیدا کېږي چې جنین د مور په معده باندې فشار راوړي او معده پورته طرف ته ټیله کوي او هغه مواد چې د خوړو د هضم سبب ګرځي هغه له خپل ځای نه پورته راځې او د معدې د سوزش سبب ګرځي.

دلته ځینې هغه لارې چارې بیانوو چې تر یوې اندازې ددې ستونزې په مخنیوي کې موثرې دي:  

    • په یو ځل دې خپله معده نه ډکوي، مثلاً: کم کم خواړه دې وخوري خو په څو ځلو دې یې وخوري او مایعات دې په جدا وخت کې وخوړل شي.
    • له تروشو او غوړو خوړو او د سګریټ له څکولو څخه دې ډډه وکړي. 
    • په منظم ډول دې د ورځې په جریان کې له اناناس څخه ګټه واخلي چې دا د خوړو په هضم کې له معدې سره مرسته کوي.
    • د پریوتلو په وخت کې دې خپل سر له معدي څخه لوړ ږدي، دا ددې سبب کېږي چې د معدې اسید د سینې طرف ته رانه شي.
  • د شیدو څښل د معدې د سوزش په کمولو کې زیات موثر دي. 

په خوب کې بدلون

زیاتره ښځې د امیندوارۍ په دوران کې ډېر خوب کوي، چې دا خوب په لومړیو دريېو میاشتو کې معمول دی او پریېږدئ چې آرام وکړي.

د سینو پړسېدل

د امیندوارۍ په دوران کې د ډېرو ښځو سینې درد کوي او غټېږي، چې په دې وخت کې د ماشوم لپاره شېدي تیاريږي، ځینې وخت درد او خارش هم پیدا کوي چې دا نورمال حالت دی.

د پښو پړسېدل

د پښو پړسوب د سهار او د ګرمۍ په وخت کې معمول دی، چې اندېښنه کول ورته په کار نه دي، خو که چېرې د خوب څخه د پاڅیدو په وخت کې په پښو کې پړسوب موجود وي او همزمان په لاسو او مخ کې هم پړسوب ولیدل شي د پري ایکلامپسیا نښانې دي او باید یو ځل له ډاکترې سره مشوره وشي.

د رګونو پړسوب (وریکوز وریدي)

د رګونو پړسوب چې د ښځې په پښو او تناسلي غړو کې لیدل کېږي د وریکوز وریدې په نوم یادېږي، ځینې وخت دا پړسوب خطرناک وي باید له ډاکټرې سره مشوره وشي.

قبضیت (په غایطه موادو کې ستونزه)

زیاتره ښځو ته د امیندوارۍ په دوران کې په غایطه موادو کې ستونزي پیدا کېږي، چې دې حالت ته قبضیت وایې، د مخنیوي او درملنې لپاره یې لاندې ټکي په پام کې ونیسئ: 

  • په ډېره اندازه د سبزیو او میوه جاتو خوړل.
  • هره ورځ ۸ ګیلاسه خالصې اوبه څښل. 
  •  په منظم ډول هره ورځ ورزش کول. 
  • هغه کورني درمل چې د قبضیت له منځه وړلو لپاره ترې کار اخیستل کېږي، کولای شي ګټه ترې واخلي.

ژر ژر ادرار کول

د امیندوارۍ په لومړیو او وروستیو میاشتو کې ژر ژر ادرار کول عادي خبره ده، دا ستونزه د رحم له لوی والي څخه چې په مثانه فشار راوړي منځ ته راځي.

مهبلي افرازات

دا افرازات د مهبل هغه لوندوالي ته وایي چې ټولې ښځې یې په خپل مهبل کې لري، چې ښځې دا افرازات د خپل ځان د داخل پاکوالي لپاره کاروي.

ساه لنډي

زیاتره ښځې دامیندوارۍ په دوران کې ساه لنډي لري، ښه او ژور تنفس نه شي کولی، خو هغوی ته ډاډګیرنه ورکړئ چې دا کومه ستونزه نه ده او بیرته عادي حالت ته راځي.

د امیندوارۍ ماسک

دا ماسک عبارت له هغه خالو یا لکو څخه دی چې د امیندوارو ښځو په مخ، ګېډه او سینو کې پیدا کېږي او معمول دی.

په پوستکي کې د خالو پیدا کیدل

دا خالونه دې وینې د ګروپ او یا د رګونو د بندښت له وجې منځ ته راځي، کوم زیان نه لري او وروسته له زیږون څخه بیرته سميږي. 

د ماشوم دې ښوریدا له امله د مور نا ارامه کیدل

زیاتره وخت د جنین حرکات ګټور وي، خوځينې وخت جنین ډېر تېز حرکت کوي یا یې په یو ځای کې کوي یا هم د امیندوارۍ په اخیرو وختونو کې جنین خپل سر د مور د مثانې او یا ملا طرف ته په یو ځای کې ټینګوي، چې دا حالت مور ته دردناک تمامېږي، خو هېڅ کوم ضرر مور ته نه رسوي. 

په احساساتو او چلند کې بدلون

د امیندوارۍ دوران د ښځو په ژوند کې یو مهم پړاو دی، ښځه خپل ماشوم په ګېډه کې ساتي، ماشوم هلته وده کوي نو د ښځې په بدن کې یوڅه بدلونونه خامخا راځي او همدا ډول په خوراک، جنسې تمایلاتو او احساساتو کې بدلون رامنځ ته کېږي،  چې ښځې په دې وخت کې ډېر استراحت ته اړتیا لري.

په احساساتو کې ناڅاپي بدلون

 د امیندوارۍ په دوران کې ښځه ډېره احساساتي کېږي، پرته له کوم لامله په خپل سر خاندي او یا هم ژاړي، خو ځینو ښځو ته حتا ژور خپکان او سټریس پیدا کېږي.

ډار او تشویش

زیاتره ښځې د امیندوارۍ په دوران کې تشویشونه کوي، خصوصاً د ماشوم د روغتیا او د زیږون د وخت لپاره چې دا تشویشونه او اندېښنې نورمال دي او ډېرې زیاتې جدي باید ونه نیول شي. 

په جنسې غوښتنو کې بدلون

ډېری ښځې د امیندوارۍ په دوران کې له جنسي مقاربت څخه ځورېږي او د ځینو ښځو جنسي خواهشات زیاتېږي، چې دا دواړه حالات نورمال دي، د امیندوارۍ په دوران کې جنسي مقاربت جنین ته کوم زیان نه لري خو ځینې وخت جنسي مقاربت دردونکی تمامېږي نو خاوند ته یې په کار ده چې دا هر څه په پام کې ونیسي.


اړوندې لیکنې:

په امیندوارو ښځو کې د بدن او پښو پړسوب

په حاملګۍ کې مقاربت کیداي شي؟/ ډاکټر سباوون

د یوې حاملې ښځې لپاره څو مهم ټکي

https://www.archive.www.archive.taand.com/archives/137908

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *