زموږ په ټولنه کې حاملګي یا امیندواري یوازې د مور دنده ګڼل کیږي خو په حقیقت کې همغه ډول چې مور په خپل نس کې د ماشوم پالنه کوي پلار هم د ماشوم په پالنه کې اغیز لري پر مور او جنین شویو څیړنو ثابته کړې چې د مور عاطفي حالت پر جنین اغیز لري که مور ارامه وي ماشوم به ېې هم ارامه وي هغه میندې چې د حاملګي په وخت اندیښمنې او پریشانه وي په وینه کې ېې بیلابیل هورمونونه ترشح کیږي دغه هورمونونه او اغیز ېې د وینې له لارې ماشوم ته هم رسیږي دا باید په یاد ولرو چې مضطربه او اندیښمن اولادونه له مضطربو او اندیښمنو میندو پيدا کیږي.

هغه میندې چې د حاملګۍ په وخت ارامه او خوشاله وي ، له روحي پلوه خوشاله او ارامه ماشومان زیږوي ښه خاوند هغه دی چې دحاملګۍ په وخت د مور اندیښنې او تشویشونه کم کړي ، خپلې میرمنې ته دا ثابته کړئ چې له دې او له راتلونکې ماشوم سره مینه لرئ کله چې مور ډاډه شي چې خاوند ېې له دې او راتلونکې ماشوم سره مینه لري نو د ډاډ او ارامښت احساس کوي او روحي فشارونه ېې تر ډیره حده کیمږي.

دغه مینه تش په خبرو نه کیږي په خپلو ځینو وړو وړو کارونو سره ېې ورته ثابته کړئ مثلا تل ورسره په ورین تندي چلند کوئ ، کله نا کله ورته یوه وړه ډالۍ ورته اخلئ بیه ېې ارزښت نه لري حتي که یو ګل هم وي میرمن مو پرې خوشالیږي، د کور په کارونو کې ور سره مرسته کوئ، کله ناکله ېې بهر ته د چکر لپاره بیايئ.

مور له ماشوم سره زړه تړلی وي ځکه چې ماشوم ېې په نس کې وي او هره شیبه ېې احساسولی شي خو پلرونه هم د مور په نس کې له ماشوم سره ځان نیژدې کولی شي څیړنو ثابته کړې چې له شپږو میاشتو وروسته د مور په نس کې ماشوم کې   د مور له رحمه بهر غږونه اوري او احساسولی ېې شي نو ممکن ماشوم له زیږون مخکې د پلار غږ واوري نو له خپل ماشوم سره کله ناکله خبرې کوئ، څیړاند باوري دي چې ماشوم له زیږیدا مخکې د نارینه غږ ښه اوریدلی شي ځکه چې په رحم کې موجودې اوبه یا د امنیو ټک اوبه د نارینه غږ د میرمنوتر غږونو ښه لوړولی شي او فریکانس ېې زیاتولی شي. څیړنو ښودلې ده هغه پلرونه چې د حاملګۍ په وخت له خپلو ماشومانو سره غږیدلي دي کله چې ماشوم پيدا شي د پلار دغږ په وړاندې ژر غبرګون ښيی دا ځکه چې د پلار غږ له مخکې د ماشوم په ذهن کې حک شوی وي.

له ماشوم سره د ارتباط بله لار د هغه لمس کول دي ښايي ووایئ چې ماشوم څنګه لمس کړو؟، وخت نا وخت د خپلې میرمنې نس لمس کړئ او له لمس کولو سره یو ځاي له خپل ماشوم سره خبرې وکړئ له ماشوم سره خبرې کول ښايي درته احمقانه ښکاره شي خو که دغه مرکه څو ورځې دوام وکړي دغه چاره درته عادي کیږي. هر مجلس چې کوئ ښه دی د مثال په توګه پیل ېې داسې وکړئ چې « سلام ګرانه ، زه دې پلار یم او ستا راتګ ته په تم هیله خپله خوشالي ورسره شریکه کړئ او په ذهن کې مو چې هرڅه راځي وېې وایئ.

کله چې د میرمنې په نس مو لاس ایښی وي او له خپل ماشوم سره خبرې کوئ میرمن مو هم د خوشالۍ احساس کوي، ډاډ ترلاسه کوي چې پر تاسو ګرانه ده.

هره مور د حاملګۍ په وخت د لنګون له دردونو او ستونزو ویره لري نو کله چې په خپل څنګ کې خپل خاوند ګوري د امنیت یو ډول احساس کوي.

څو لنډې سپارښتنې:

تل خپل میرمن په غیږ کې نیسئ او مینه ورسره کوئ

له کوم خاص دلیل پرته ورته ګل ډالۍ کوئ.

که مو میرمن لیک لوست کولی شئ ورسره د حاملګۍ د لارښود کتاب ولولئ دغه ډول کتابونه اوس په پښتو کې هم پيدا کیږي.

د کور په کارونو کې ورسره مرسته کوئ.

که مو میرمن کانګۍ او زړه بدوالی لري تاسو ورته پخلی وکړئ او دهغې د خوښې خواړه پاخه کړئ.

له خپلې میرمنې سره د ډاکټر ویزیت ته ځئ ټول معلومات واخلئ او ځان ښه پوه کړئ

له ډاکټر سره هر ډول پوښتنه مطرح کړئ په هیڅ شي کې شرم مه کوئ

که له کوره لیرې یاست حتماً یو ځل کور ته ټیلیفون کوئ او د میرمن پوښتنه مو کوئ که ورته ووایئ چې تل ستا په فکر کې یم میرمن به مو له خوشالي په جامو کې نه ځایږي.

که مو میرمن غواړي په سر ، پښو ، ملا او نورو برخو مساژ ورکړئ دې کې هیڅ شرم نه دی دا مو اسلامي او انساني دنده ده.

د تلویزیوني معاینې په وخت حتماً له خپلې میرمنې سره واوسئ که ممکنه وي د معاینې کوټې ته ننوّځۍ.

او چې لنګون ته لنډې شپې ورځې پاتې وي تل له خپلې میرمنې سره مجلس کوئ او ورته ووایئ چې دا او راتلونکی ماشوم ورته څومره مهم دي زموږ ډیر لوستي کسان هم دغه ډول خبرې له خپلې میرمنې سره نه شي کولی او د شرم احساس کوي خو دغه وړې خبرې لوي اغیز درلودلی شي.

د حاملګۍ په وخت جنسي اړیکه هغه پوښتنه ده چې له ډیرو کسانو سره مطرح وي له مذهبي پلوه زه په دې هکله هیڅ معلومات نه لرم نو ځکه پرې خبرې نه شم کولی خو له طبی پلوه باید ووایم چې که حاملګي هیڅ ستونزه ونه لري او طبیعي وي جنسي اړیکه هیڅ مشکل نه لري بر عکس میرمنې ته روحي سکون ورکوي، په طبیعي او نارملي امیندوارۍ کې جنسي اړیکه جنین یا ماشوم ته هیڅ ډول تاوان نه رسوي. بیا هم په دې هکله یو ځل له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ ځکه ما وویل چې نارملې اوطبیعي امیندوارۍ کې ستونزه نه جوړوي خو دا چې کوم حمل نارمل او کوم نه دی دا د ډاکټر کار دی.

په ځینو میرمنو کې چې د سقط خطر وي ډاکټران سپارښتنه کوي چې غوره ده میرمن د جنسي خوند اوج یا ارګاسم ته ونه رسیږي ځکه دغه حالت ممکن د رحم انقباضات پیدا کړي، دغه راز غوره ده کانډم استعمال شي ځکه چې مني هم پرو ستلاګلاندین لري او دغه ماده هم د رحم د تحریک سبب کیداي شي.

له روحي پلوه میرمن په حاملګي کې تر فشا ر لاندې وي او ویره او اندیښنې لري نو ممکن په دغه حالت کې میرمن جنسي اړیکې ته زړه ښه نه کړي دغه راز په حاملګۍ کې د رحم ترشحات هم زیات وي او فنګسي میکروبونه هم موجود وي ځکه ممکن میرمن جنسي تمایل ونه لري خو که دغه کار ته چمتو شي او له میرمنې سره مینه وشي نو ډیره مرسته ورسره کولی شئ. په ټول کې هر هغه کار چې پوهیږئ له میرمنې سره مو مرسته کوي او هغې ته ډاډ او ارامښت ورکوي هغه تر سره کړئ ځکه راتلونکی ماشوم یوازې ستاسو نه بلکه د ټول هیواد راتلونکی ورپورې تړلی وي.

4 thoughts on “د امیندوارۍ په وخت د پلرونو دنده/ ډاکټر سباوون”
  1. محترم ډاکتر صاحب سباوون ستاسو ټولی لکينی ډيری دقدر وړدی ،نو دځوانان څخه هيله ده چي په زيره کی سره يي ووايو اوپه عمل کی تری ګټه پورته کړی، تاسو ته دالله پاک څخه دسترواوسترو کاميابيو هيله کوم،موفق اوسي.

  2. یاره دا عکس خو به مو لژ د شرعی سره برابر ورته انتخاب کری وو!!! نور نو چی حومره گوره پکی اچوی هومره یی مزه زیاتیژی’

  3. مـــننه ډاکټر صیب الله پاک د راتـه ژونــدی لره
    ډیـــر ښــکلی مـعلـــلومات دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *