مور خو ډیره مهربانه وي، خو پر ما بیا بیخي ډیره مهربانه ده. یوازي لور یې یم، ډیره مې نازوي، ماښام له ډوډۍ وروسته هره شپه میوه زما خوني ته راپسې راوړي. نن یې له ډوډۍ ورسته په یو قاب کې میده کړي انار راته راوړل، پر لاس مې مچ کړه، زه یې پر سر مچ کړم او راته یې کړل چې غوټو انار وخوره بیا ویده شه، او د خوني ووته.

سترګي مې په انارو کې ښخي وې او د مور شفقت ته چورت یووړم، ناڅاپه مې چورت انارو ته راوګرځیدو، انار د کندهار ول، سره او خواږه ول. ډیر خوند یې راکړ، مال ته راسه پلټنه وکړه چې نور زموږ د انارو په هکله څه نظر لري. ګوګل مې خلاص کړ، او پلټنه مې شروع کړه.

یو سي ډیوس یوه نړیواله اداره ده چې د باغداري په څانګه کې له خلګو سره کومکونه کوي، له ۲۰۰۶ – ۲۰۱۱ پوري په افغانستان کې ول، نوموړې اداره د نړۍ په اکثره هیوادونو کې د باغدارۍ په څانګه کې مالي او روزنیز ملاتړ کوي، تقریباً د یوه باغ په روزلوکې د کال ۳۲۰۰۰ یورو کومک کوي. دوئ په خپل راپور کې کاږي چې د افغانستان بیا خصوصاً د کندهار انار او انګور د نړۍ په کچه تر ټولو ښه کیفیت لرونکې میوې دي، چې ساری یې په نړۍ کې نه لیدل کیږي. دوئ وایي چې د کندهار د انارو تولید مخ پر کمیدو دی، پدې خاطر نوموړې ادارې خپل تشویش له سیمیز او مرکزي حکومت سره شریک کړ، او پدې مورد یې د خپل کومک ډاډ هم ورکړ، خو د بدبختۍ انتها ګوره چې چارواکو د دوئ د کومک له اخیستو ډډه کړې او دوئ ته یې ویلي چې دا ډیر جنجالي کار دی چې تاسي به زموږ باغوانان روزئ او بیا به له هغو سره مرسته کوئ، دا زموږ تر وس تیره خبره ده.

په بل راپور کې مې ولوستل چې په ۲۰۱۲ کال کې د کندهار د انارو تولید ۱۶۲۰۰۰ ټنه وو، په ۲۰۱۳ کې ۱۲۳۰۰۰ ټنه او همداسي دا کچه سږ کال (۲۰۱۴) یوازي ۷۸۰۰۰ ټنه ته راټیټه شوې ده. یاده دې وي چې زموږ د انارو یوازي ۱۳ سلنه په قانوني توګه له هیواده بهر لیږدول کیږي، پاتي سلنه یې په بې قانونه توګه له هیواده بهر وړل کیږي چې دولت ته په میلیونونو ډالره تاوان رسوي.

یوازي څو لسیزي وړاندي ملیزیا یو وروسته پاته هیواد وو، مهاتیر محمد چې کله د ملیزیا صدراعظمي تر لاسه کړه نو سم دلاسه یې فرمان صادر کړ چې په هیواد کې د خورما وني کیښودل شي تر څو یې د غوړیو په رایستلو کې د هیواد په اقتصاد کې ګټه پورته کړل شي. هغو دوام ورکړ، هغه وخت د نړۍ ۶۲ سلنه د خورما غوړي دوئ صادرول، چې ملیزیا د ژورو اقتصادي پرمختګونو شاهده شوه، ځای ناستو یې لاره تعقیب کړه نن یې د همدې تولید کچه د نړۍ ۸۲ سلنه ته رسولې ده.

په تیره لسیزه کې زموږ د دولت زیاتره برخه فوکس پر صنعت وو، صنعت د نا امنۍ له وجي وده و نکړی شوی.

افغانستان یو زراعتي هیواد دی خو بدبختانه د زراعت خصوصاً د باغداری په وده کې په تیرو ۱۳ کلونو کې هیڅ ندي شوي، دغه ستونزه د نیالګیو په توزیع نه حل کیږي، او نه هم د سرو په توزیع. موږ د اوبو ډیر زوړ سیستم استعمالوو، چې هغه د کاریزونو او چینو سیستم دی، دا سیستم د وخت په تیریدو سره ډیر ضعیف شوی، د ابیاری په برخه کې جدي پاملرنه او سمون زموږ د هیواد دغه ازښتمند تولید ژغورلی شي.

One thought on “د انار زړه دریږي! /غوټۍ سپیڅلې”
  1. سلامونه
    دغوټۍ سپېڅلې خور پورتنۍ لیکنه د پخواني فاسد دولت اوچارواکو په ځانګړې توګه د کرهڼې دوزیر ا.د.ن. د ګران قندهار په باب د مور او میرې چلند او په ټوله کې د افغانستان د اقتصاد سره د هغوی ظلم اوجفا ښيي. زه وایم چې دا ټول مفسدین او د شرق او غرب جاسوسان او هیواد پلورونکي دې د همدغه قندهاري انارو چې سرې دانې به ېې د شهیدانو له وینو جوش خوړلئ وي،هزار بار زار او کوربان شي!!. د یو داسې ولسي دولت دجوړیدو او دپخوانیو تش په نامه خبرو او بدرنګه پګړیو په سر کوونکو د شر او فساد دختمیدو په هیله. اوهم انشآالله په دې امید چې دخپل هیواد میوو باندې اول مستحق هیوادوال ماړه سي او بیا د ګاوڼډیو له احتیاجه خلاص سو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *