وارث

د لمر وړانګو ته یې اوښلنې سترګې ځلېدې. ویې ویل، هغه وخت خو داسې نه و لکه اوس. د بېګاه سبا ډوډۍ مو په حساب وه. سختۍ وې، ستونزې وې. خو، راته ګران و. زړه مې نه پې کېده چې په نه خبره یې خپه کړم. کله مې چې درېیمه لور وزېږيده ورته ومې ویل: بل واده وکړه خدای به زوی درکړي. په غوسه شو. راته ویې ویل د لور او زوی تر منځ فرق چا راویستلی. خدای چې زوی راکولای له تا به یې هم راکړی وای. زړه کې خوشحاله وم. په پوره اخلاص مې ژوند ورسره تېراوه.

ـ نو اوس دې چې لوڼه واده شوې، ته یوازې پاتې شوې اوس یې نو ولې بل واده وکړ؟

ویل یې دنیا دولت مې ډېر دی وارث نه لرم.

ګاچ بخمل

لور یې په غېږ کې وه کوټې ته راننوته. مېلمنې یې ترور ته وویل: دا خو داسې خرابه شوې ده، ولې؟ ځوانې ښځې شین ټیکری په ببرو ویښتانو را سم کړ، کېناسته. لور یې خاپوړې کولې. کله به یې له یوه شي رانیوه کله له بله. اخر یې زړه ورتنګ کړ، شړک شو، څپېړه یې ورکړه. ترور یې غږ کړ:

ـ لاس دې مات شه ظالمې. تاو دې له دې ولې وباسې.

ـ  دا هم د دوی وینه ده. زړه یې را کې شین کړی دی.

ترور وویل:

ـ دا مه وهه. هغه څوک ووهه چې دوی ته یې ورکړې یې. بیا یې مېلمنې ته مخ ورواړاوه، ښه خوشحاله ده، ښه خوري، ښه څښي، ښه اغوندي، ښه ګرځي. هسې مکر کوي. که خوشحاله نه وای داسې ګاچ بخمل خت به یې نه اغوست. بن یا زوړ مېړه هسې پلمې دي.

ځوانې ښځې د بخمل خت په ګل لاس تېر کړ له سترګو یې د اوښکو څاڅکی د ګل پر پاڼه وڅڅېد.

بدل وخت

مېلمنې ته یې د چایو پیاله ډکه کړه، تر لږ ځنډ وروسته له کوټې ووته. مېلمنې یې خواښي ته مخ ورواړاوه ویې ویل، وه خورې له تا خو یې لکه چې  ورخ وړی دی. خیر دی که اروپا ده. زوی د مساپر دی او انږور دې داسې غټې غټې سترګې تورې کړې دي.

ماښام د مېلمنې تېلفون وشرنګېد، هلو: …

– ته ولې چېرته تګ له اوله نه پلان کوې. نن د ساندرا کلېزه ده، یوه میاشت مخکې یې بلنه راکړې وه. زما په تمه مه کېنه زه د شپې ناوخته راځم.

کوربنې پوښتنه وکړه:

ـ  خیر خو و؟

ـ هو خیر و،  لمسۍ مې وه ویل یې کېدای شي په ما ناوخته شي. لور او زوم مې په رخصتۍ  تللي دي بیچاره ګۍ دا هم نجلۍ  ده، کور کې یې زړه تنګېږي. اوس خو وخت بدل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *