راپور: مجیب الرحمن محمودي
د انبوخاک عالي لېسې د اداری پلاوي او مشرتابه په نوښت د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په نهمه (۹) نېټه د وردګو ولایت چک ولسوالۍ اړوند انبوخاک سیمه کې د زده کوونکو د علمي ودې، تشویق او هڅونې په موخه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې د انبوخاک عالي لېسې د زده کوونکو ترمنځ علمي سیالي ترسره شوه.
دغې سیالۍ درې برخې درلودې. یوه برخه یې د څو ټاکل شویو سورتونو د حفظ، بله برخه یې د حسن قراءت او وروستۍ برخه یې د احادیثو په برخه کې وه، چې ټول ټال په دغه سیالۍ کې (۷۰ ) کسانو نوم لیکنه کړې وه، د سیالۍ ګډونوال ټول ښه وځلېدل، خو له ازموینې وروسته له هرې برخې څخه لومړی، دویم او درېیم نومره وټاکل شول، چې د حفظ په برخه کې عبدالله د امیرخان زوی لومړی مقام، صفت الله د امیرخان زوی دویم مقام او الفت الله د ګل حسن زوی درېیم مقام ترلاسه کړ.
د حسن قراءت په برخه کې عصمت الله د حضرت محمد زوی لومړی مقام، نجی الله د محب الله زوی دویم او دادالله د وحید الله زوی درېیم مقام خپل کړ، همدا شان د احادیثو په سیالۍ کې حکمت الله د حضرت خان زوی لومړی مقام، احسان الله د محمد امین زوی دویم مقام او نور احمد د روزي ګل زوی درېیم مقام خپل کړ.
دغې سیالۍ ته د چک ولسوالۍ د معارف استازي، د شهادت دارالعلوم ښوونکي، د چک کثیرالرشتوي ښوونکي، د سیمې مشران، مخور او له کابل څخه د علم او پوهې مینوال راغلي وو، چې سیالۍ ته یې په خپل ګډون ښکلا وروبښله.
د غونډې په جریان کې د ځینو علماوو او ښوونکو لخوا د علم د ارزښت په اړه ګټورې خبرې وشوې، سیالي یې وستایله او له جوړوونکو څخه یې مننه وکړه، چې دا ډول سیالۍ د زده کوونکو په ښه روزنه، هڅونه او علمي کچه کې د لوړتیا سبب کېږي، اداري مشرتابه دې ته ورته په نورو علمي برخو کې کې د سیالیو جوړولو وعده وکړه، چې له دې وروسته به د زده کوونکو د ښې روزنې او علمي ودې په خاطر په ساینسي علمو، ادبیاتو او نورو برخو کې سیالۍ جوړوي، خو د دې کار د لا ښه ترسره کولو په برخه کې یې د سیمې د اوسېدونکو ونډه او همکاري اړینه وبلله، د غونډې په پای کې په بریالیو زده کوونکو او ځینو مېلمنو ارزښتناکې ډالۍ وویشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د ډالیو او د مېلمنو لپاره د ډوډۍ په برابرولو کې یو شمېر با احساسه هېوادوالو برخه اخیستې وه، چې په دې برخه کې د انبوخاک عالي لېسې ښوونکي، د سیمې اوسېدونکي، البدر ساختماني شرکت څخه انجینیر عبدالحق سعادت، علم پال شخصیت ډاکټر محمد صادق، ډاکټر خان محمد ولي، مجیب الرحمن محمودي، دکتور حیات الله عتید د مستقبل کتاب پلورنځي مسؤل حاجي عبدالمالک یادونه کولی شو، د ټولو دې کور ودان وي.
غونډه له غرمې وروسته یوه بجه، په هېواد کې د تل پاتې سولې او امن غوښتلو په دعا سره پای ته ورسېدله.