تاند- د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د ابتدايي پایلو په اړه ډېر شکایتونه ورته شوي چې له څېړلو وروسته به ممکن د انتخاباتو په اعلان شویو پایلو کې د پام وړ بدلون راشي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون منشي علیرضا روحاني وویل، د پارلماني انتخاباتو ډېر شمېر کاندیدان له ابتدايي پایلو شکایت لري او ګڼو شکایتونه درج کړي دي.

روحاني دا احتمال ډېر وباله چې په اعلان شویو نتیجو کې به تغییر راشي.

تر دې وړاندې هم د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي و چې ډېر شکایتونه ورته شوي او دوی دا شکایتونه څېړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *