تاند – په میمنه کې د رایي ورکولو پر یوه مرکز کې چاودنه وشوه چې څلور تنه یې ټپیان کړل. یوې  خواته امبولانسونو ټپیان انتقالول او بل لور ته خلک بیا د رایي ورکولو پر مرکز راټول شول چې رایي ورکړي.

په فاریاب کې د عبدالله عبدالله پلویانو په یوه مرکز کې پر رایي ورکوونکو ډزې کړې دي او دا پیښه هم د ننګرهار د پیښې په څیر نه ده تعقیب شوې. په ننګرهار کې د عبدالله پلوي پخواني جهادي قوماندان انجنیر غفار ساتونکو نن درې تنه ټپیان کړل.

د بلخ والي عطا محمد نور چې د لومړي پړاو په انتخاباتو کې یې ویلي وو چې ویني به وبهیږي، نن یې وویل که د ده د خوښې برخلاف هم څوک بریالی شي دی به یې ومني.

عطا محمد نور هغه حکومتي چارواکی دی چې په ښکاره د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي. ده نن دا خبره هم وکړه چې په دوو ولایتونو کې د اشرف غني احمدزي په ګټه په درغلیو د راییو صندوقونه ډک شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *