تاند-  د انتخاباتو خپلواک کمیسون نن د شپاړس رد شویو کاندیدانو د ردېدا د علت په اړه وویل چې د هغوی په منځ کې دوه تنه د نورو هیوادونو تابعیت لري او د نورو په یو لک کارتونو کې، چې د خپلو ملاتړ کوونکو په توګه یې کمیسون ته وړاندې کړي دي، مشکلات موجود دي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید ته دا شرط ټاکل شوی و چې د خپلو یولک ملاتړ کوونکو کارتونه وښيي او یوملیون افغانۍ د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون بانکي حساب ته د ضمانت لپاره تحویل کړي.

ویل شوي چې د اکثرو کاندیدانو په راټولو شویو کارتونو کې نیمګړتیاوې موجودې وې، مثلاً یوه کس خپل یو کارت یوه کاندید ته او دوهم بل کاندید ته ورکړی دی.

د پنجشنبې په ورځ شپاړس حذف شویو کاندیدانو د ټولټاکنو خپلواک کمیسون ته ۴۸ ساعته ضرب الاجل ټاکلی و چې د دوی د ردېدا دلیل ووايي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د دارلانشا ريیس ضیاالحق امرخېل نن ماښام په یوه خبري ناسته کې وویل چې د دوی له لوري د کاندیدانو د اسنادو د څېړڼې پروسه خورا شفافه ترسره شوې ده.

د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د لومړني لیست له اعلانېدو وروسته د انتخاباتو د شکایتونو کمیسون ته څه باندې ۴۷۰ شکایتونه شوي دي.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څه کم شلو ورځو کې پر دغو شکایتونو غور بشپړ شي او د روان لړم میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه د کاندیدانو وروستی لیست خپور شي.

ګومان کېږي چې له لسو کاندیدانو څخه چې په ابتدايي مرحله کې منل شوي، ځینې نور هم حذف شي.

5 thoughts on “د انتخاباتو خپلواک کمیسون د ۱۶کاندیدانو د ردېدو دلایل څرګند کړل”
  1. سلامونو داعلت خودخلكودي جي خفل كارت يي دوو نفروته وركري فه دي كي خوكانديد بيجاره سه ملامت نه دي اونه دادومري غته بهانه ده وخت ورته وركري جي وروره راسه دومري كارتونه دي خراب دي داخوحتمن فيسيزي دافغانستان بي تعلمه خلك دي فه تيروانتخاباتوماته يوجاويل جي فلاني ته مي هم رايه وركره اوفلاني ته هم دواره مي خوس وه نوداخوبي بيخي كري وي جي دكارت كافي بي دوونفروته وركري وي

  2. هاهاها ملت اوس په نورو ملندی وهی چو جایه کارت ورکوی حتمان به یی نس هم پر مور کری وی منظور په پری لری چی ماکارت درکری. اوس نو. هغه بیچاره چه پوهیزی چی چا دوه جایه کار ت کارکری

  3. یاره که داسې وشي نو دا به ډېر ښه کار وشي د پښتو رأی به لږ زره منسجمې شي زما په اند باید زلمی رسول او د کرزي ورور له لسټه حزف شي

  4. دملګرو ملتونو، امریکا اواروپا کلک اونه تیریدونکی شرط اونظر دافغانستان دراتلونکی ولسمشر لپاره په لاندی جمله سره پای ته رسیږی.

    دافغانستان راتلونکی ولسمشر باید جنګی مجرم نه وی او دپیسو په فساد اورشوت اخته نه وی.

    دخدای په امان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *