تاند- د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن /سې شنبه/ د ۳ نورو ولایتونو د ولسي جرګې د ا نتخاباتو ابتدايي پایلې علان کړې.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ريیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد له لوري په اعلان شوي لیست کې بیا هم د نویو او ځوانو څېرو شمېر ډېر ښکارېده.

ښاغلي صیاد وویل چې سبا به د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالوېش اعلان کړي. ده وویل چې د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یو وخت به د غزني د ولایتي شورا انتخابات ترسره شي. ده د ولسمشرۍ د انتخاباتو نوې نېټه اعلان نه کړه خو دا یې تایید کړه چې د ولسمشرۍ انتخابات به تر خپل ټاکلي وخت څو میاشتې وروسته ترسره شي.

ده وویل چې د ولایتي او ولسوالي شوراګانو انتخابات به هممهاله د سنبلې په ۳۰ مه ترسره شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس د هوا وضعیت، تخنیکي ستونزې او د سواد ستونزه د دې سبب وبلل چې د ولایتي او ولسوالي شوراګانو انتخابات د ولسمشرۍ له انتخاباتو جلا کړي او د ولسمشرۍ انتخابات وځنډوي.

د درو ولایتونو ابتدايي پایلې

د خوست د بریالیو کاندیدانو په منځ کې د همایون همایون نوم نه و. له دې ولایت څخه دا کسان بریالي اعلان شول:

خوست:

کمال ناصر اصولي ۵۴۵۳

انجنیر هلمند هلمند ۴۲۸۱

غفار خان ۴۱۳۰

ډاکتر محمد موسي خاورین ۳۸۰۸

 سایره شریف ۲۵۴۴ رایې ۳۷۱۱

پروان:

عبدالعزیز همایون هریرود ۱۴۵۰۱ رأیی
الحاج میر رحمن رحمانی ۱۰۶۵۸ رأیی
صدیق احمد عثمانی ۱۰۰۱۸ رأیی
الحاج عبدالظاهر سالنگی ۹۳۶۰ رأیی
ذکیه سنگین ۵۴۳۸ رأیی
ماستر سامعه عزیزی سادات ۲۹۱۱ رأیی

تخار:

عبدالله بېګ ۱۳۷۶۳

ريیس عبدالباقي ملکزاده ۸۴۸۳

محمد عالم ساعي ۷۷۶۹

انجنیر امیر محمد خاکسار ۶۹۸۵

ډاکتر اشرف الدین عیني ۶۸۸۱

غلام سرور سعادت ۶۸۵۲

ډاکتر حمیدالدین یولداش ۶۳۶۹

حبیبه دانش ۵۸۶۹

نظیفه یوسفي ۴۸۸۸

تر دې وړاندې د لاندې ۱۰ ولایتونو د ولسي جرګې ابتدايي پایلې اعلان شوې وې:

زابل

 دا ولایت په ولسي جرګه کې ۳ استازي لري او دا کسان له ابتدايي پایلو سره سم بریالي شوي دي: «عبدالقادر کلاتوال» په 1826 رایو، «حمیدالله توخی» په 1537 رایو «زهرا توخې» په 482 رایو.

پنجشیر

پنجشېر په ولسي جرګه کې دوې چوکۍ لري او دا دوه تنه د ابتدايي پایلو له مخې بریالي شوي: «محمدزلمی نوري» په 10242 رایو «راحله سلیم» په 1548 رایو.

نیمروز

نیمروز هم په ولسي جرګه کې دوې چوکۍ لري.

د ابتدايي پایلو پر اساس دا دوه تنه بریالي اعلان شوي:«فریده حمیدي» په7182 رایو «ګل احمد نورزاد» په 5850 رایو.

کاپیسا

کاپیسا په ولسي جرګه کې ۴ استازي لري چې دا کسان بریاللي بلل شوي:«میردادخان نجرابی» په 5969 رایو، «میرحیدر افضلي» په 5505 رایو، جنرال «اقبال صافی» په 5437 رایو «خدیجه الهام خلیلي» په 1384 رایو.

لغمان

لغمان هم په ولسي جرګه کې ۴ چوکۍ لري او د ابتدايي پایلو پر اساس دا کسان ورته بریالي شوي دي: «عبدالمنیر تره خېل» په 4403 رایو، «محمد رفیع مموزی»په 3006 رایو، «محمد عالم قرار» په «2912» رایو او «زیفنون صافۍ» په 1784 رایو.

په پنځو نورو ولایتونو کې، چې ابتدايي پایلې یې تېره اوونۍ اعلان شوې وې، دا کسان بریالي دي:

دایکنډي:

سید محمد داوود ناصري، ریحانه ازاد، علي احمد جمشیدي او شېرین محسني

اروزګان

بسم الله جان محمدي، قدرالله رحیمي او انوشه بارکزۍ

جوزجان

باتور دوستم، بکتاش ایشچي، کریم جوزجاني، عزیزالله الفتي او حلیمه صدف

بامیان

رحیم الله یار، ظاهرالدین جان اغا، سید محمد جمال فکوري بهشتي او نېک بخته فهیمي

فراه

همایون شهیدزاده، عبدالستار حسیني، عبدالنصیر فراهي، عبدالجلال بختور او بلقیس روښان (روشن)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *