تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاو د رایو پایلې اعلان شي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور نن خبریالانو ته وویل، وروسته له دې چې ملګروملتو ژمنه وکړه چې په څو ورځو کې به د څارونکو شمېر زیات کړي دا امکان برابر شو چې د انتخاباتو پایلې ژر څرګندې شي.
ملګروملتو ویلي، د انتخاباتو نتیجه به په ۱۱ ورځو کې څرګنده شي، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې پایلې به تر دې ژر اعلان شي.
ښاغلي نور وویل:«موږ د افغانستان خلکو ته ژمنه ورکوو چې په راروانو څو ورځو کې به انتخاباتي پروسه پای ته ورسېږي او د انتخاباتو پایلې به اعلان شي. دا ځل به د پایلو پر اعلان میاشتې او اوونۍ نه بلکې یوازې څو ورځې وخت ولګېږي.»
ښاغلي نور همداراز وویل:«ملګروملتو ژمنه کړې چې د دواړو پروسو لپاره به د خپلو څارونکو شمېر زیات کړي، موږ له دوی دا غوښتنه د دې لپاره کړې چې د شپږ زرو رایبکسونو ځانګړی تفتیش چټک شي.»
له بلې خوا د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې سبا به په دوهمه علني غونډه کې د ۱۴۹ محلونو د رایو د باطلیدو په اړه ثبت شوي شکایتونه وڅیړي.
د دې کمېسیون ویاند نادر محسني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې تر دې دمه یوازې د تحول او تداوم د ټيم لخوا، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري د بې اعتباره اعلان شویو محلونو په اړه شکایتونه درج شوي دي.
د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم څارونکو د رایو د تفتیش پروسه بایکاټ کړې او د کمیسیون له لوري پر باطلو شویو رایو شکایت هم نه کوي.
په عین حال کې د آزادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي چې د قانون له مخې دا کومه ستونزه نه ده چې د انتخاباتي ټیمونو څارونکي د شکایتونو په څیړنه کې حضور نه لري.
سلام ګرانو لوستونکو،زه يو پيشنهاد لرم، هغه دادی چي وروسته داعلان څخه يوازی دعبدالله دلمړی دور ټاګنی صندوقونه دی دملل متحد متخصيصن وشماری پاکی اوناپاکی رايي دی جدا کړی،البته ددی په خاطر چي معلوم شی چا تقلب کړی،زه باور لره چي د35% فيصد عبدالله جان نه شی پوره کولی،چي نړی ته ددی غلو غلا په ډاګه شی وسلام .