تاند- د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس محمد یوسف نورستاني له خپلې دندې استعفا کړې او ولسمشر هم منلې ده.
د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم، محمد یوسف نورستاني د هیواد سیاسي او ټولنیزو شرایطو ته په کتو له خپل مقامه استعفا وړاندې کړې ده.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې ښاغلي نورستاني د هیواد ملي ګټې او دغه راز د افغانستان او افغانانو امنیت او ثبات په خاطر خپله استعفا ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندې کړې ده.
د ښاغلي نورستاني تر مشرۍ لاندې د ۲۰۱۴ د ولسمشرۍ لانجمن انتخابات ترسره شول خو له هغه وروسته د انتخاباتو په کمیسیونونو کې د اصلاحاتو پر سر د ملي یووالي د حکومت د ولسمشر او اجرايي رييس ترمنځ اختلاف دوام وکړ.
مخکې نورستاني ویلي و چې د فشار په نتیجه کې به له دندې استعفا ورنه کړي.
اجرايي رييس عبدالله عبدالله د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د ټولو کمیشنرانو د بدلېدو غوښتونکی دی.
اوس به یی استعفا سه گته ولری . باید د ولسمشرۍ لانجمن انتخاباتو د مخه یی استفا ه وراندی کریوای او دنورستانی لویه اشتباه داوه چه عبدالله عبدالله یی د اجرایوی ریس به توگه اعلان کو
ښاغلی نورستانی ته د ژوند په پاتې وخت کې ښه روغتیا او آرامه وخت غواړو.
داځل ولسمشر باید دې مهم مقام ته داسی یو شخص معرفی کړی چی د هیواد ملی ګټو ، د افغانانو عنعناتو ، قوانینو ته پابند او له هرڅه نه مهمه عادل او ملی شخصیت وی. د ټولټاکنو نوی رييس باید واقعا خپلواک او د هیواد په سیاسی ډلو پوری تړاو ونه لری.
نورستانی د هیواد له برخلیک سره ښه چلند ونکړ ، د هیواد حالات یې ډیر وخیم کړل او کړکیچن کړل ، په یوه ملي پروسه یې ملنډې ووهلې ،که د ده په مرګ هم تمامه وای باید دا قربانی یی ورکړې وای ، د ټاکنو نتایج یې باید هغه وخت اعلان کړې وای دا به یو قهرمان وو هغه وخت به یې بیا استعفا ورکړې وه ، ورسته له یوه کاله یې د ټاکنو تنایج اعلان کړل خپل استقلالیت او شخصیت یې تر سوال لاندې راوستوو او له هیواد او ولس سره یې ستره جفا وکړه .دا لنډې دې هم نورستانی ته دالۍ وی
جانانه څه به دې رایاد کړم
چې ناکردۍ دې یادوم ژړا راځینه
بعضی، قادرند تا لحظه مرگ، خیانت کنند، به شرطِ آنکه حق الخیانت قابلی در قبالش گرفته باشند.
نورستانی صاحب د انتخاباتو د کمسیون رائیس وی ستاسو ایمانداری وطن پرستی او وجدان هغه وخت چرته وو چی د یو کاندید نوم دی د لیست نه ایستو کاندید ته دی تر ۱۱ باجپ اطمنان ورکوو چی ستاسو نوم په لیست کی دی خو کله چی ستاسو ته د ارګ نه تیلیفون وشو او جیګ شوی د کاندید دنوم نه دی په سور قلم خط تاو کړو