تاند- د انتخاباتو نوي کمیسیون د خپل مشر او اداري پلاوي تر ټاکلو وروسته د دوشنبې په ورځ وویل چې د شفافو انتخاباتو لپاره هغه طرزالعملونه یا کړنچارې، چې ستونزې لري، د انتخاباتو د نوي قانون پر اساس اصلاح کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نوي غوره شوي رييس نجیب الله احمدزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل«د انتخاباتي اصلاحاتو د راوستلو لپاره به په درست هیواد کې د رای ورکولو د ۷ زره مرکزونو له سره جاج واخلي او په هغو کې به بدلونونه راوړي.»

ښاغلي احمدزي وویل چې د ده تر مشرۍ لاندې د انتخاباتو نوی کمیسیون د شفافو او بې پرې انتخاباتو هڅه کوي څو پر انتخاباتي نظام د خلکو اعتماد پیدا شي.

خو ده په عین حال کې وویل چې د پاکو او شفافو انتخاباتو لپاره امنیت اساسي شرط دی او له امنیتي ځواکونو غواړي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

ده د کورنیو او بهرنیو انتخاباتي څارونکو د مرستې غوښتنه هم وکړه.

نجیب الله احمدزي د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان نه کړه خو ویې ویل، هر وخت چې یې د انتخاباتو مهالوېش چمتو کړ، له رسنیو سره به یې شریک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *