تاند- د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دفتر ته نژدې په یوه انتحاري چاودنه کې لږترلږه یو تن شهید شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.

د کابل ولایت پولیس وايي، چاودنه نن /دوشنبه/ سهار ۸ بجې او ۱۵ دقیقې وشوه.

د پولیسو په وینا انتحاري حمله کوونکی پلی و او کله چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دفتر دروازې ته نژدې شو، ځان یې والوزاوه.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې په دې پېښه کې یو پولیس او یو ملکي شهیدان شوي او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ۵ کارکوونکي ژوبل شوي دي.

داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *