تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د رایو فیصدي اعلان کړه چې پر اساس یې اشرف غني احمدزي ۵۵ اعشاریه ۲۷ فیصده رایې ګټلي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر غوره شو.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خبرپاڼې سره سم ډاکتر غني د جوزا د څلرویشتمې نېټې د انتخاباتو له ۷۱۲۰۵۸۵ معتبرو رایو څخه ۳۹۳۵۵۶۷ رایې ګټلي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس یوسف نورستاني د روانۍ اوونۍ د یکشنبې په ورځ اشرف غني احمدزی د جوزا د ۲۴ نېټې د دوهم پړاو انتخاباتو د ټولو رایو د تفتیش له بشپړېدو وروسته د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ خو د رایو فیصدي یې اعلان نه کړه.

ښاغلي نورستاني ویلي و چې د رایو فیصدي به وروسته اعلان کړي.

ویل کېږي چې د ملي یووالي د حکومت په شرطونو کې د عبدالله عبدالله یو شرط دا و چې د بریالي کاندید د اعلانولو ترڅنګ دې د رایو فیصدي نه اعلانېږي.

0 thoughts on “د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وینا اشرف غني احمدزي ۵۵/۲۷ فیصده رایې ګټلي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *