تاند – په داسې وخت کې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له ملګرو ملتو، د دارالانشا پخواني مشر ضیا الحق امرخیل ته د منسوبې شوې تیلفوني مکالمې د خپریدو په برخه کې مرسته غوښتې ده د اصلاحاتو او همپالنې ټیم  د پکتیکا والي تورن کړ چې په انتخاباتو کې یې درغلۍ کړې دي او د ټیلفون له لارې یې له امرخیل سره په دې برخه کې خبرې کړې دي.

محب الله صمیم دغه ټیلفوني اړیکه جعلي وبلله چې ده ته منسوبه شوې ده او پکې ویل شوې دي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا له مشر ضیا الحق امرخیل سره د درغلیو په اړه پکې غږیدلی دی.

د پکتیکا والي په هغه خبر پاڼه کې چې تاند ته یې راستولې ده، ویلي دي چې د ټولټاکنو ملي پروسه باید په جعلي غږونو زیانمنه نشي. په خبرپاڼه کې د والي په وینا ویل شوې دي چې دی اساسي قانون، د ډیموکراسي اصولو او ملي ګټو ته ژمن دی او ساتونکی یې دی.

په خبر پاڼه کې وړاندې ویل شوې دي چې له ټاکنو يوه اونۍ وړاندې يې د ولسمشر جلاالتماب حامد کرزي د فرمان پر اساس او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د رسمي ليک پر بنسټ يې د پکتيکا ولايت ټولو ملکي او نظامي منسوبينو ته په ټاکنو کې د بې پرېوالي سپارښتنه کړي وه، تر څو حکومتي مامورين په ټاکنو کې نه د چا په ګټه او نه هم زيان کار وکړي، د صميم په وينا چې دې اصل ته پخپله هم ژمن پاتی شوی دی.

 ښاغلي صميم زياته کړه چې افغانانو په ډيرو سختو شرايطو کې د سر په بيه د ټولټاکنو په دوو پړاوونو کې برخه واخيسته، نوموړي له دواړو نوماندانو وغوښتل تر څو د خلکو رايو ته درناوی وکړي او په لومړي ځل د سياسي لېږد دا ملي پروسه زيانمنه نه کړي.

د شنبه په ورځ د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم د پکتیکا والي ته منسوبه ټیلفوني مکالمه خپره کړه  تر دې مخکې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د میدان وردک والي ته یوه ټیلفوني مکالمه منسوبه کړې وه او د میدان وردک والي عطا الله خوګیاڼي هم د یوه ویډیو پیغام له لارې پر ځان لګیدلې تورونه رد کړې وو.

د دغو تورونو لړۍ لومړی د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا له مشر ضیا الحق امرخیل څخه پیل شوه چې بیا هغه استعفی وکړه او ویې ویل چې د ملي ګټو لپاره یې استعفی کړې ده.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون امرخیل ته منسوبه شوې مکالمه رد کړې ده او اوس یې له ملګرو ملتو غوښتې دي چې په دې برخه کې په تحقیقاتو کې مرسته ورسره وکړي چې دا مکالمه څرنګه جوړه شوې، چا جوړه کړې، څرنګه ثبت شوې او چا افشا کړې ده.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې که چیرته د محاکمې امر نه وي ټیلفوني مکالمې له څارنې خوندې دي.

4 thoughts on “د انتخاباتو د درغلیو نوی لګیدلی تور او بیا رد”
  1. داسی یو ملی خیانت پّه هر حال کی جواز لری صمیم هم یو دیرلوی خاین دی او امر خیل د خلګو د رایه سره ملی خیانت کری دی او باید محکمه شی ا اعدام شی

  2. زه خو وایم چې ټول ملت باید د عبدالله په مقابل کې راپاڅي او دا ملي او ددې خاورې ازلي خاین ددې پاکې خاورې وویستل شي.. دا نه تاجک، نه پښتون، نه ازبک او نه هزاره دی، دا صرف د قدرت تګی دی. الله تعالی دې په خپل غضب ګرفتار کړي.

  3. زه حیران هغه کسانو ته یم چې د افغانیت نه منکر دي خو په ځانونو باندې د افغانستان زیبا مستعار نوم ږدي.

    افسوس ستاسو په حال نور به څه نه وایم

    نور

  4. د دوی د عطامحمد نور خبری ولی نه ثبتول چی عبدالله ته یی کارکاوه اوس چی څوک رای نه ورکوی نو جعلی شولی کله چی رایی درکول بیا انتخابات درست ول د عبدالله ټیم خو اوس جعلی ثبت ول شروع کړی او که سی آي آی سره کار کوی والله که د دی مجاهدینو هیڅ پته لګی همیشه چی څوک بایلونکی شی افغانستان کی د ا فرهنګ وی چی تقلب وشو او ظلم وشو بس.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *