تاند – د افغانستان د ولسې جرګې او مشرانو جرګې ګډې غونډې پریکړه وکړه چې د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو په کمسیون کې بهرنیان نه وي. دا هغه غوښتنه وه چې د یو شمیر رسنیو په وینا ولسمشر کرزي پرې ډیر ټینګار کاوه چې بهرنیان دې لرې شی.

د شکایتونو د کمیسون په شمیر کې د پخوا په څیر بدلون نه دی راغلی اوس هم پنځه غړي لري.

په ۲۰۰۹ کال کې چې کله د ولسمشرۍ انتخابات وشول نو د انتخاباتو د شکایتونو د اورید د کمسیون په پنځو غړیو کې دوه بهرنیان وو، چې د ملګرو ملتو استازیتوب یې کاوه. دغه کمسیون هغه وخت د زرګونو شکایتونو تحقیقات وکړل. اکثر شکایتونه هغه و چې پکې د ولسمشر کرزي ملاتړیو درغلۍ کړې وې.

همدغه کمسیون خبره دوهم ځلي انتخاباتو ته وایسته چې بیا ډاکټر عبداله شاته شو او نتیجه د حامد کرزي په ګټه اعلان شوه.

حامد کرزي له همهغه وخته دغه خبره کوله چې د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو له کمسیونه دې بهرنیان لرې شي ځکه چې د ده په وینا دا د افغانستان په چارو کې مداخله ده.

ملګرو ملتو د دې قانون د تصویبیدو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې ژر توشیح شي. دغه تصویب شوې لایحه ولسمشر حامد کرزي ته د لاسلیک او کتنې لپاره وړاندې کیږي چې د هغه له توشیح وروسته به قانوني بڼه خپله کړي.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې کال په اپریل کې د ولسمشرۍ انتخابات په افغانستان کې ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *