د ۱۳۹۸ / ۷ / ۶ نېټې د ولسمشـريزو انتخاباتو لومړنۍ پايلې تر يوه اوږده انتظار وروسته په ۱۳۹۸ / ۱۰ / ۱ نېټه د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له خوا اعلان شوې. د لومړنيو نتايجو پراساس د دولت جوړوونکي ټيم نوماند ښاغلی دکتور محمد اشرف غني د ۶۴,۵۰سلنو رايو په ګټلو سره د جدول په سر کې راغلی او د ولسمشريزو انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی. حزب اسلامي افغانستان ددې بريا له لامله ولسمشـر دکتور محمد اشرف غني او دغسې د نتايجو د اعلان له لامله ټول افغان ولس ته مبارکي وايي.
حزب اسلامي افغانستان د شکایاتو له محترم کميسيونه غواړي، چې شکایتونه پرته له کوم کورني او بهرني فشاره له کامل شفافيت سره وڅېړي او نتايج يې د انتخاباتو محترم کميسيون ته وسپاري چې د انتخاباتو وروستي نتايج چې د هېڅ ډول تقلب تور ورپورې نه وي اعلان او راتلونکی دولت خپل کار پیل کړي او د ملت انتظار ته نور د پای ټکی کېږدي.
حزب اسلامي افغانستان
خوشحال خان مېنه، کابل