تاند- د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ريیسانو نن وویل چې په انتخاباتو کې د شفافیت د رعایتولو لپاره به درغلۍ جدي وڅېړي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس یوسف نورستاني او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون رييس عبدالستار سعادت نن په یوه ګډه خبري غونډه کې قول ورکړ چې د انتخاباتو په لړ کې به پر شویو درغلیو او د درغلیو پر تورونو جدي غور وکړي او هغه رایې به باطلې اعلان کړي چې د درغلۍ پر اساس رایبکسونو ته اچول شوي دي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د چارواکو په وینا د حمل د ۱۶ نېټې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په لړ کې څه باندې ۱۱ سوه شکایتونه شوي دي چې نیمايي یې جدي او له شواهدو سره ملګري دي.
خو د انتخاباتي شکایتونو رييس عبدالستار سعادت نن وویل چې ۱۶ سوه شکایتونه رسماً درج شوي دي.
عبدالستار سعادت وویل چې تر ټولو زیات شکایتونه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر کارکوونکو شوي دي.
د ده په وینا د انتخاباتو د کمیسیون یو شمېر کارکوونکو د رایو په ساتلو او د درغلۍ په مخنیوي کې جدي هڅه نه ده کړې.
په همدې حال کې د د افغانستان د مدني ټولنو فدراسیون نن د انتخاباتو له دواړو کمیسیونونو وغوښتل چې د ټاکنو په ترڅ کې سرغړوونکي او درغلګر عدلي اورګانونو ته وروپېژني.
دوی دغه راز وویل، پکار ده چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په انتخاباتو پورې مربوط ټول شکایتونه په دقت وڅیړي، سرغړونکو ته کلکه سزا ورکړي او د ملي خاینونو په نامه وپیژندل شي.
د انتخاباتو د دواړو کمیسیونونو د مشرانو په وینا د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو قسمي پایلې به په راتلونکو څو ورځو کې اعلان کړي.
د ټاکنو نهايي یا رسمي پایلې به د ثور په ۲۴مه اعلان شي.