تاند- د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس وايي، له غزني پرته، چې د ولسي جرګې انتخابات پکې نه کېږي، د نورو ټولو ولایتونو ته به هومره رایپاڼې ولېږل شي چې د رای ورکوونکو نومونه پکې لیکل شوي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ريیس عبدالبدیع صیاد نن /سې شنبه/ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې رایپاڼې به له هیواده دباندې چاپ شي.
ده زیاته کړه، مرستندوی هیوادونه به د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په همږغۍ ۹ ملیونه او ۹ لکه رایپاڼې چاپ کړي.
همدومره کسانو د رای ورکوونکو په توګه خپل نومونه ثبت کړي او پر تذکرو یا د تذکرو پر مثنا یې سټېکرونه لګول شوي دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس وايي چې هغه تېروتنې به په دې انتخاباتو کې تکرار نه شي چې په تېرو ټاکنو کې شوې وې.
ښاغلي صیاد وویل چې غزني ته هیڅ رایپاڼه نه لېږل کېږي ځکه چې په غزني کې انتخابات نه کېږي.
وسله والو طالبانو پر غزني ښار د حملې په ترڅ کې د ګڼو دولتي ادارو د ودانیو ترڅنګ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دفتر ته هم اور ورته کړ.