تاند- د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې ورڅخه غوښتي چې د غزني د ولسي جرګې او د ۳۴ ولایتونو د ولسوالي شوراګانو انتخابات وځنډوي.

د افغانستان حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پتېیلې چې د میزان په ۶ مه د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یو وخت د غزني د ولایتي شورا او د ټولو ولسوالیو د شوراګانو انتخابات وکړي.

دا به لومړی ځل وي چې په افغانستان کې د ولسوالي شوراګانو انتخابات کېږي.

مېرمن نورستانۍ وویل، د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الیس ویلز تېره اوونۍ د کابل د سفر په ترڅ کې ورڅخه وغوښتل چې د غزني د ولایتي شورا او همداراز د ولسوالي شوراګانو انتخابات وځنډوي خو دې یې وړاندیز ونه مانه.

دا وايي چې اغلې ویلز ورته وویل چې د انتخاباتو کمیسیون دې ټول تمرکز د ولسمشرۍ پر انتخاباتو وکړي ځکه چې د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یو وخت دوه نور انتخابات ممکن نه دي.

اغلې نورستانۍ زیاته کړه، پکار ده چې د ولسمشرۍ انتخابات شفاف او له درغلۍ پاک وي خو د دې ترڅنګ باید د ولسوالي شوراګانو انتخابات هم وشي ځکه چې د مشرانو جرګې د انتخابي غړیو د کار دوره پای ته رسېدلې ده.

تېره اوونۍ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وویل، د سولې پروسې ته لومړیتوب ورکوي چې په افغانستان کې سیاسي جوړجاړي ته لار هواره کړي.

خلیلزاد ټینګار کړی چې سوله د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو مخه نه نیسي.

خلیلزاد زیاته کړه چې د سولې له هڅو سره هممهاله باید د انتخاباتو هلې ځلې ادامه پیدا کړي.

One thought on “د انتخاباتو د کمیسیون مشره وايي، د ولسوالي شوراګانو د انتخاباتو د ځنډېدو وړاندیز یې رد کړ”
  1. گرانی خوری:
    د اغلی الیز خبره ومنه. که پاک انتخابات غواری یوازی د ولسمشرئ انتخابات وکرئ. او که مو درغلئ ته ملا ترلی نو دا ستاسو کار دی. خو پخوانیو تجربو ته چی گورم خدای خبر که دا ورئ شرئ شی. دی وخت کی نه مونز دومره ظرفیت لرو نه بودیجه. که یو انتخابات سم نشو کنترولولی نو دوه او دری به کله هم کنترولولی ونشو. له خدایه مو بری غوارم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *