تاند- د افغانستان حکومت وايي چې په وروستیو څو ورځو کې شاوخوا ۴ لکه نوې کاغذي تذکرې وېشل شوي دي.

د دې شمېر تذکرو ترڅنګ، چې اکثرو خلکو د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون لپاره اخیستي، نژدې یو لک تنو نومونه ثبت کړي دي.

خو له دې سره سره حکومت د نوم لیکنې پروسه ټکنۍ بولي او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي ملامتوي چې د عامه پوهاوي په برخه کې یې ډېر کار نه دی کړی.

لا هم د پام وړ شمېر افغانان تذکرې نه لري او دا په داسې حال کې ده چې د نوم لیکنې لپاره د تذکرې لرل شرط ګرځول شوي دي.

په حکومت کې ځینو کړیو د الیکترونیکي تذکرو له وېش سره مخالفت وکړ، کنې ممکن اوس شاوخوا یوملیون افغانانو الیکترونکي تذکرې ترلاسه کړې وای.

حاضردمه په پلازمېنه کابل او ۳۳ ولایتونو کې د تذکرو وېش او ورسره جوخت د نوم لیکنې بهیر روان دی.

د انتخاباتو کمیسیون وايي چې اوس یوازې د ولایتونو په مرکزونو کې نوم لیکنه کېږي خو وروسته به دا بهیر ولسوالیو ته وغځوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *