تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د انتخاباتو په اړه په یوه تحلیلي لکینه کې اټکل کړی چې د افغانستان انتخابات په هر صورت دوهم پړاو ته غځېږي.
ورځپاڼه وايي، د انتخاباتو د کمیسیون له لوري د یکشنبې په ورځ د نیمايي رایو د پایلو اعلان په ظاهره عبدالله عبدالله تر اشرف غني احمدزي نور هم مخکې کړ خو داسي ښکاري چې یو کاندید به هم په پاتې رایو کې د ولسمشر کېدو لپاره لازم اکثریت ترلاسه نه کړي.
ورځپاڼه وايي، که په همدې ډول نورې پنځوس فیصده رایې هم وېشل شوي وي احتمالاً یو کاندید به هم تر پنځوس فیصدو زیاتې رایې ترلاسه نه کړای شي.
ورځپاڼه د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د شاوخوا زرو جدي شکایتونو ثبت کېدو ته اشاره کوي او وايي چې که شکایتونه وڅېړل شي د انتخاباتو پر پایلو به ضرور اغېز ولري.
تراوسه پوري د انتخاباتو کمیسیونونو ویلي چې یو شمېر رایبکسونه او رایې یې قرنطین کړي خو هغوی د دغو رایو دقیق شمېر نه دی څرګند کړی.
د انتخاباتو د کمیسیون رييس یوسف نورستاني د دوهم پړاو انتخاباتو د احتمال په اړه وویل:«موږ به په راتلونکو څو ورځو کې وتوانېږو چې په دې اړه څه ووایو چې ایا انتخابات دوهم پړاو ته ځي او که نه ځي. اوس لا ډېر وختي دی.»
ورځپاڼه زیاتوي، ښاغلي غني، چې یو اقتصاد پوه دی او څه باندې ۳۳ فیصده رایې یې ګټلي دي، په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل چې پایلې ممکن هغه وخت بدلې شي چې ټولې رایې وشمېرل شي او په درغلۍ اچول شوې رایې پاکې شي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه ریاتوي، سره له دې چې لا څرګنده نه ده چې څومره رابې به باطلې شي خو د ځینو کتونکو او شنونکو په وینا ښايي یو ملیون رایې باطلې شي او که دا کار وهم شي د شنونکو په باور دوهم پړاو ته د انتخاباتو د غځېدو مخه بیا هم نه شي نیول کېدای.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویندوی نادر محسني ورځپاڼې ته ویلي:«دا به انتخابات نامشروع او فسخه نه کړي. په ۲۰۰۹ کې مو هم د درغلیو جدي شکایتونه لرل. نو چې د ۲۰۰۹ انتخابات لغوه نه شول، دا به هم فسخه نه شي.»
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، ښاغلی عبدالله له ښاغلي رسول سره، چې تراوسه درېم ځای لري، په خبرو بوخت دی څو په دوهم ځلي انتخاباتو کې ايتلاف وکړي.
زلمي رسول یوازې په کندهار او اروزګان کې زیاتې رایې ګټلي دي.
ورځپاڼه وايي، پرون د دوهم ځل لپاره د رایو د یوې برخې له اعلانېدو وروسته عبدالله عبدالله ډېر ډاډه ښکارېده او دا یې رد کړه چې له چا سره ايتلاف کوي یا ايتلاف ته اړتیا لري.
ده وویل:«زه هیله لرم چې دوهم پړاو ته به اړتیا نه پېښېږي، خو که دوهم ځلي انتخابات کېدل، موږ نه غواړو چې ايتلاف وکړو، موږ غواړو چې یو څوک یې په یوازې ډول وګټي. ځکه چې افغانان غواړي چې واضح تصویر ولري.»
امریکايي چارواکو څو میاشتې پخوا لا اټکل کړی و چې د افغانستان انتخابات دوهم پړاو ته ځي او د دوهم پړاو پایلې د اګست د میاشتې تر وروستیو پوري نه شي څرګندېدای د همدې لپاره دوی اصرار کوي چې د کرزي حکومت دې امنیتي موافقه ورسره لاسلیک کړي.
د راروانې پنجشبې په ورځ به د ټولو رایو ابتدايي پایله اعلان شي خو دا به هم وروستۍ نتیجه نه وي، نهايی پایلې به د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د کار په پای کې د مې په څوارلسمه /ثور۲۶مه/ اعلان شي.
خو که انتخابات دوهم پړاو ته وغځېدل هاله به د مې په ۲۸ مه یا ممکن تر دې هم ناوخته دوهم ځلي انتخابات د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ وشي.
غني ته رايه دکار سړي ته رايه عبدالله ته رايه دفارسي ژبې شکلا ته رايه
دپرونی اعلان سه دا معلومیږی چی دانتخاباتو کمیسون مشر دا اعلان وکړ او وویل دغه هغه رای دی چی پاکی او داشتهبا سه خلاصی او معلو م داره صحح رای دی نو دا معلومه ده چی هغه نا پاکی را یی چی دوی داشتهبا په سترګه ورته ګوری که په هغو رایوکی اشرف غنی مخته شی نو دده کامیابی دی درغلی او شکه سره نه شی مواجع که چیری ده کوم تخلف نه وی کړی باید په اول او دوهم اعلان کی دی مخته شوی وای نو چی دی په اصلی رایو کی شاته دی او شمیره یی کمه ده ایا دا سوال به خلګو ته نه شی پیدا چی دهغو صندقانو پایلی چی اشرف غنی او ناظرین هم قناعت پر لری او نور کاندیدان هم دا وایی چی داسمی رایی دی دا صحح دی بیا هم دی شاته او رقیب یی مخته دی دا چی دا نوری رایی وشمیرل شی او بل کاندید مخته شی ددی سه دا نه معلومیږی چی دعبدالله سره جفا ده که په ناسمو رایو کی داغسی مخته ولاړی شی او عبدالله مخته وی نو ددی سوال جواب به دا وی که عبدالله درغلی کړی اشرف غنی هم کړی که زلمی کړی نو سیاف هم کړی دا خو معلومه ده چی دهر کاندید وس رسیدلای ده په هغه اندازه خپل دځان په ګټه کار کوی
او په کومو ځایو کی چی درغلی نه کیدل او سم اوشفاف انتخابات وشول په هغو کی خو عبدالله مخکی دی
دا زما نظر دی نه دیو کاندید په ګټه
که ډاکتر عبدالله د خپل وزارت په وخت د افغانستان خلکو ته ښه امتحان ورکړی وای نو نن به ټول هیواد وال د هغه په بریالیتوب خوشحاله کیدل. خو په ډیر تاسف سره هغه د یوه مهم وزارت ټول کارکونکی له خپلی ولسوالی نه مقرر کړل. خپل اوښی ګان یی هم د ديپلمات په صفت په ایران کی مقرر کړی ول او د دریوری وظیفه یی هلته سرته رسوله او معاش او امتیازات یی د یوه ديپلمات اخیستل. د سینما د رشتی محصل یی په اندونیزیا کی اول سکرتر مقرر کړ او خپل خوریی یی هم یوځای نصب کړ. چی دا یی کوچنی مثالونه دی په سفیرانو او مستشارانو کی به څوک څه نه لیکی. هغه جناب ته د خپل هیواد په ځای د خپلی ولسوالی او کلی ګټی مهمی دی. دا بیا خدمت نه بلکی یو ملی خیانت دی. چی کار د کار اهل ته نه سپارل کیږی. نورو به هم دا شان کارونه کړی وی خو څوک چی د سترګو ډاکتر وی او له تخصص نه یی هم د هیواد د مشرتابه خورا حساسه دنده لری وی . دی بیوزلی ولس ته به څه خدمت وکړی. حسن خان
پختنو ته خبرداری: لږ په حال شئ او دجوزا په ۷ نیټه چې دجمهوري ریاست د ټولټاکنو دې دویم پړاو ورځ ده،زما انۍ،خور او مور هم در سره د ټولټاکنو هډو ته ورولئ ،انشالله چې نه به پښتو برباده شي او نه به خدای ج خفه شي.ددې نه بغیر بیا ګیله مه کوی که اوداله مو با دار شو یا بسم اله