تاند- په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر مرکزي دفتر د وسله والو طالبانو برید وروسته له دې پای ته ورسېد چې امنیتي ځواکونو دې دفتر ته نژدې په یوه ودانۍ کې پټ شوي وسله وال طالبان وځپل.
د انتخاباتو د کمیسیون یوه غړي وکیل نایبي رسنیو ته وویل چې جګړه پای ته رسېدلې او په هغه ودانۍ کې، چې وسله والو طالبانو نیولې وه او له هغې څخه یې د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون ډزې کولې، ۵ تنه سخت دریځي وژل شوي دي.
راپورونه وايي چې د طالبانو په برید کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون هیڅ غړي یا ساتونکي ته زیان نه دی اوښتی خو د دغه کمیسیون دوه ګودامونه سوځېدلي دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس ښاغلي نورستاني وویل چې په سوځېدلیو ګودامونو کې مهم اسناد او وسایل نه ول بلکې عادي تبلیغاتي پاڼې سوځېدلي دي.
امنیتي ځواکونو تراوسه پوري د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو شاهدان وايي چې دوه ټپي امنیتي ځواکونه یې لیدلي چې روغتون ته وړل کېدل.
امنیتي ځواکونه وايي چې څلور وسله وال حمله کوونکي یې وژلي دي.
دغو څلورو یا د ځینو راپورونو پر اساس ۵ کسانو لږترلږه څلور ساعته مقاومت وکړ.
دا برید په داسي حال کې وشو چې امنیتي چارواکي نن ولسي جرګې ته بلل شوي وو چې د وروستیو بریدونو په اړه وکیلانو ته توضیحات ورکړي. ل د دې نښتې ویدیو له یوه اعلانه وروسته لاندې کتلی شئ