په کابل کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر مرکزي دفتر له حملې وروسته د کابل هوايي ډګر د الوتکو پر تګ راتګ بند شو.

د کابل د هوايي ډګر رييس یعقوب رسولي وايي، هوايي ډګر یې د راکټي برید د خطر او الوتکو ته د زیان نه اوښتو د مخنیوي لپاره کړی دی.

د ښاغلي رسولي په وینا، دوی غوښتل چې د الوتکو تګ راتګ د دوو ساعتونو په مخه بند کړي خو څرنګه چې د جګړې سیمه هوايي ډګر ته نژدې ده، تر نامعلوم وخته پوري یې هوايي ډګر بند کړی دی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د کابل د هوايي ډګر په جنوبي څنډه کې دی.

د کابل د هوايي ډګر ريیس وايي چې د اماراتو او اییر انډیا هوايي شرکتونو الوتکې، چې کابل ته ورروانې وې، هند ته ګرځېدلي دي.

ده ونه ویل چې هوايي ډګر به کله پرانستل شي.

د پېښې له سیمې راپورونه وايي چې لا هم خال خال ډزې روانې دي او ګومان کېږي چې لا هم یو شمېر طالبان په ودانۍ کې ژوندي وي.

ځواب دلته پرېږدئ