تاند- په فاریاب ولایت کې یو ځانمرګی مخکې تر دې چې د رای ورکولو یوه مرکز ته ننوځي د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.

د کورنیو چارو مرستیال وزیر وویل چې ځانمرګی د رای ورکولو په هغه مرکز په خوله کې ونیول شو چې په یوه زیارت کې جوړ شوی دی.

په لوګر ولایت کې د رای ورکولو یوه مرکز ته څېرمه د بم په چاودنه کې لږترلږه ۲ تنه ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول خو راپورونه وايي چې خلک د بمونو پروا نه کوي او د رای ورکولو مرکزونو ته روان دي. په کندوز کې هم چاودنه شوې او یو شمېر کسان یې وژلي یا ټپیان کړي خو دقیق شمېر یې نه دی څرګند. د کونړ د مرکز او شاوخوا ولسوالیو په ۴۰ انتخاباتي مرکزونو بریدونه شوي خو د مرګ ژوبلې راپور یې نه دی ترلاسه شوی.

د بغلان په تالاوبرفک ولسوالۍ کې تېره شپه وسله والو طالبانو د رایو پاڼې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له کارکوونکو په زوره وړي او سین ته یې اچولي دي.

د پروان په غوربند ولسوالۍ کې طالبانو له یوه غره څخه د رای ورکولو د مرکزونو لور ته د هاوان ګولۍ ورولي خو مرګ ژوبله یې نه ��ه پېښه کړې.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د افغانستان انتخابات تر ډېره حده په سوله ییز ډول روان دي.

د دغه خبري اژانس د راپور له مخې یوازې په ځینو لېري پرتو سیمو کې خال خال بریدونه شوي دي.

نور خبري اژانسونه او خبریالان هم وايي چې د جدي برید راپور نه لري.

د درغلۍ راپورونه

د بلخ ولسوالۍ په ځینو سیمو کې چارواکو خلک مجبوره کړي چې عبدالله عبدالله ته رایې ورکړي. د بلخ والي بیا ویلي چې که په انتخاباتو کې درغلي وشوه د راتلونکي حکومت مشروعیت به ونه مني.

د پکتیا په زرکت ولسوالۍ کې د استاد سیاف او زلمي رسول په ګټه چارواکو د درغلیو راپورونه ورکړای شوي دي.

د پکتیا ولایت د انتخاباتو د عامه پوهاوي مسوول تایید کړه چې په زرمت ولسوالۍ کې ولسوال د انتخاباتو د کمیسیون مامورین وهلي او خلک یې اړ ایستلي چې زلمي رسول ته رایه ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې لږترلږه دوه دولتي مامورین یې د درغلۍ په خاطر په میدان وردک ولایت کې نیولي دي. په زابل، او کونړ کې هم د ځانګړي کاندید په ګټه د رایې اچولو ته د خلکو د مجبورولو راپور ورکړای شوی دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رييس څرګندونې

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون  ريیس یوسف نورستاني وویل چې د رایو پر مرکزونو د خلکو د بیروبار او د هوا د خرابوالي له کبله د رای ورکولو وخت یو ساعت تمدیدوي او که بیا هم خلک پاتې شول ممکن وخت نور هم اوږد کړي.
نورستاني له امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې د انتخاباتو امنیت یې په ښه ډول ساتلی دی.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس وايي چې د هوا د خرابوالي له کبله یې تمه نه وه چې دومره ډېر خلک رایې استعمال کړي. ده وویل چې لا نه پوهېږي چې څومره کسانو رایې اچولي دي. نورستاني وویل چې یو شمېر مرکزونو ته د امنیتي ستونزو له کبله رایپاڼې نه دي رسېدلي.

د مخابراتو وزارت ایس ایم ایس خدمات بند کړي

تاند- د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په ترڅ کې نن د موبایل ټېلفون له لارې یو بل ته د پیغمونو یا مسیجونو لېږل منع کړي دي.

د مخابراتو د وزارت د ټیلي کمونیکشن یا مخابراتي مقرراتو مسوول شېرباز وکیل ډي پي اې خبري اژانس ته وویل:«د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون په غوښتنه د ایس ایم ایس خدمات بند کړای شوي دي.»

خو د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون رييس عبدالستار سعادت دا خبره رد کړه چې ګنې د ده کمیسیون داسي غوښتنه کړې ده.

سعادت وویل که د مخابراتو وزارت زما ږغ اوري فوراً دې ایس ایم ایس خدمات بېرته فعال کړي.

————————————

لومړنۍ نتیجې به د ثور په ۸ مه اعلان شي.

وروستي یا نهايي نتیجې به د ثور په ۲۸مه اعلان شي.

د بریالیتوب لپاره د ټولو اچول شویو رایو پنځوس فیصده جمع یوې رایې ته اړتیا ده.

که انتخابات دوهم پړاو ته وغځېدل د مجوزا ۷ به د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ بیا ځلي انتخابات وشي.

۲۸ زره ۵۰۰ مرکزونه د رای ورکولو لپاره پرانستل شوي خو لږترلږه ۱۰ فیصده بند دي.

شاوخوا ۱۲ ملیونه افغانان د رای ورکولو په شرایطو برابر دي خو ۱۸ ملیونه کارتونه ورته چاپ شوي دي.

د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ۳۵۲۰ زره پوځیان په مختلفو سیمو کې ځای پر ځای کړي.

2 thoughts on “د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو بهیر”
  1. د كندهار په خاكريز ، ريګستان، معروف، ارغستان، ژړي، ميوند او غورك ولسواليو كي هيڅ نفر هم كوم مركز ته نه دي تللي صندوقان مخكي له مخكي د امنيه قومندان د نفرو لخوا د زلمي رسول په ګټه ډك سوي دي تاسو يي خپله له خلكو پوښتنه كولاي سي

  2. BEKHE YE SHA KARE DE CHE SADOOQAN YE KHPALA DAK KARE DE……KA NA YE ABDULLAH ABDULLAH BA KAMIABA SE……..ZA KHO WAYEM DA PASHTANO DA TOLO SEEMOO SADOOQAN BAYAD KHPALA HOKAMAT DAK KARE WAI …..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *