تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې تر پرون سهاره پوري یې د شاخوا ۱۰ زره محلونو، چې رایپاڼې یې د انتخاباتو د کمیسیون د رایو سیستم ته داخل شوې وې، د شکمنو رایو د باطلولو په غونډو کې څېړلي چې د هغو له منځه د ۱۳۶ محلونو رایې باطلې شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمعې په ورځ د ۶۹ محلونو د رایو پایلې اعلان کړې او د ۱۱۶۴ نورو مرکزونو په اړه یې د څېړنو غوښتنه وکړه.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په علني غونډه کې، چې د کاندیدانو له څارونکو پرته د نړیوالو ناظرانو او رسنیو په وړاندې یې جوړه کړې وه، مرستیال رييس عبدالرحمن هوتکي خبریالانو ته وویل چې له ۳۰۰۰ رایبکسونو څخه ۴۹۶ تفتیش ته اړتیا لري.

ده همداراز وویل چې د رایو د ۶۲۸ مرکزونو د رایو بیا شمېرل او تفتیش روان دی. د ۶۹ مرکزونو لس زره ۲۶ رایې رد شوې.

د افغانستان د انتخاباتو له قوانینو سره سم د دواړو کاندیدانو ټیمونه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پرېکړو په وړاندې په ۲۴ ساعتونو کې د شکایتونو کمیسیون ته شکایت یا عرض کولی شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د څارونکو د زیاتېدا غوښتنه کړې خو داسي راپورونه شته چې ملګري ملتونه د څارونکو ټیمونو کمېدو ته لېوالتیا ښيي. د ملګروملتو دې هڅې د افغانستان د راتلونکې د خرابولو لپاره د یوې قصدې هڅې په اړه شکونه پیاوړي کړي دي خو څو راتلونکې ورځې به وښيي چې نړیوال په افغانستان کې څه غواړي.

0 thoughts on “د انتخاباتو کمیسیون تر پرون پوري د شاوخوا ۱۰ زره محلونو رایپاڼې څېړلي”
  1. دغه بی کفایته–بیکاره ترسو (ډارن) غیر مستقل کمیسیون دانتخابتتو ته ډیر شرم ده چه نوره لاس نه اخلی چه تصمیم نشی نیولی حقایق ورته دلمر په شان څر ګنددی دوی دخدای په خپل عظیم الشان غضب ګر فتار کړی دوی دخدای ژر ترژره وشرموی دغه خړ سترګی (ګیره زما واک یی دملا ) نن په خړو خړو ستر ګو بیګانه رای شمیری او دوی ورته شرمیدلی غو ندی ګوری
    افغانیت ته مو تو هین وکړ دملت دبد بختیو اصلی عا ملین همدا تاسو یاست که ښڅی ستاسو په څای وه اوس به وخته دغه ډرامه ختمه وه ووزی میدان ښڅو ته خوښی کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *