د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو دریمه برخه ابتدایي نتیجې اعلان کړه. دا پایلې د ۸۲ اعشاریه ۵۹ فیصدو رایو دي.
د دې نتیجې له مخې عبدالله عبدالله ۴۳ اعشاریه ۸ فیصده رایي خپلې کړې دي او اشرف غني احمدزي ۳۲ اعشاریه ۹ فیصده رایي ګټلې دي. زلمي رسول ۱۱ اعشاریه ۱ فیصد، سیاف ۷ فیصده.
مخکې تر دې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دوه ځلې دغه نتیجې اعلان کړې وې چې لومړی ځل د ۲۶ ولایتونو لس فیصده نتیجه وه او دوهم ځل د اکثریت ولایتونو نژدې پنځوس فیصده وه.
په تیرو نژدې پنځوس فیصده نتیجو کې د مخکینۍ نتیجې له مخې عبدالله عبدالله ۴۴ اعشاریه ۴۷٪ رایي خپلې کړې وې او اشرف غني احمدزي ۳۳ اعشاریه ۱۸٪ رایي.
تر دغو دوو مخکښو کاندیدانو وروسته د زلمي رسول رایي ډیرې وې چې ۱۰ اعشاریه ۲۸ کیدې.
د نوې فیصدي له مخې داسې ښکارې چې انتخابات به دوهم پړاو ته ووځي. د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې دوی دې ته چمتو دي چې دوهم ځلي انتخاباتو د دو مخکښو کاندیدانو تر منځ وشي.
ټاکل شوې ده چې د انتخاباتو بشپړې ابتدایي نتیجې د شنبې په ورځ اعلان شي او بیا به د غویي میاشتې په ۲۶ د دې انتخاباتو وروستۍ رسمي پایلي په ډاګه شي.