تاند- د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې یوې سرچینې وویل چې ممکن نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو د یوې بلې برخې پایلې اعلان شي.
دې سرچینې تاند ته وویل چې دا پایلې هم د لومړۍ هغو په شان په داسي ډول ترتیب شوي چې بیا به هم عبدالله عبدالله پکې مخکښ وي.
د سرچینې په باور دا کار د دې لپاره کېږي چې د ولسمشرۍ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزی د جوړجاړي د منلو لپاره تر فشار لاندې راوستل شي.
تېره یکشنبه د ولسمشرۍ د لس فیصده نتیجې د اعلان په وخت هم په ۲۶ ولایتونو کې د هغو ولایتونو زیاتې رایې غوره شوې وې چې عبدالله عبدالله پکې تر نورو کاندیدانو وړاندې و.
دواړه عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی ادعا کوي چې تر پنځوس فیصدو زیاتې رایې یې ګټلي دي. خو دا په داسي حال کې ده چې ښاغلي عبدالله د ټاکنو په دوهمه ورځ (د حمل۱۷مه) له زلمي رسول سره وکتل او د انتخاباتو په دوهم پړاو کې یې د هغه د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د ډاکتر اشرف غني احمدزي پلویان وايي، که ارګ په لوی لاس د جوړجاړي او مشارکتي حکومت د جوړولو په خاطر انتخابات دوهم پړاو ته ونه غځوي د دوی کاندید پنځوس فیصده جمع یو رایې ګټلي دي.
اشرف غني احمدزي ویلي چې دوهم پړاو انتخاباتو ته تیار دی خو جوړجاړی نه مني.
په همدې حال کې پرون واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې وویل چې د دوهم پړاو انتخاباتو د مخنیوي لپاره بېلابېلې طرحې وړاندې شوي دي.
په دغو وړاندیزونو کې یو دا هم دی چې شپږ بایلونکي کاندیدان دې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله په منځ کې یو د ولسمشر په توګه غوره کړي. د دوی دوو په منځ کې د یوه لپاره د صدارت د چوکۍ د رامنځته کېدو وړاندیز هم شوی دی.
په دې اړه نور دلته ولولئ
په همدې منځ کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې تراوسه پوري یې د ۵۰۰ محلاتو رایې د څارونکو په مخکې له سره شمېرلي دي.
کمیسیون وايي، د ټولو مشکوکو صندوقونو او دغه راز د هغو صندوقونو رایې به له سره وشمېرل شي چې تر ۶۰۰ زیاتې رایې پکې اچول شوي وي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ویاند نور محمد نور په وینا د زرو نورو محلونو رایې به له سره وشمېرل شي.
په همدې منځ کې ویل شوي چې په کندهار کې د ۹۹ مرکزونو رایې قرنطین شوي دي.
پرون په بلخ او هرات کې هم د یو شمېر مرکزونو او محلاتو رایې قرنطین شوې.ټاکل شوې ده چې د ټولو رایو ابتدايي پایلې د ثور په څلورمه او نهايي پایلې د ثور په ۲۶ مه اعلان شي.
د افغانستان له اساسي قانون سره سم نوی ولسمشر باید د جوزا په لومړۍ نېټه لوړه وکړي خو که انتخابات دوهم پړاو ته لاړل هاله ناممکنه ده چې په یوه اوونۍ کې دوه ځلي انتخابات وشي.
که د ټاکنو خپلواک کميسيون دومره فرمایشي محلونو څخه د رایو شمیره او فيصدي اعلانوي تر څو په داکتر اشرف غني روحي فشار راوړي چې سهامي شرکت ته غاړه کیدي ، د خپلواک کمیسیون مطلب به داوی چې واک ېې خپل ندئ اوبیا ورته د بیطرفه نوم اخستل هم لویه ګناه ده ، داسې ویل کيږي چې د کمیسیون ځينې کسان هره ورځ دمعنوی څخه نظر اخلي وبه ګورو چې دا ډرامه په څه ډول پای ته رسي
کچیری دا وړاندوینه حقیقت ته نیږدی وی او دډاکټر اشرف غنی ټیم ورباندی خبر وی چی باید هم خبر وی نو دډاکټر اشرف غنی پټه خوله کیناستل او د داسی دسیسو په وړاند غږ نه جګول دملت دهغه لویی برخی سره لوی ظلم دی چی هڅی یی وکړی ستړیاوی یی وګاللی کمپاین یی وکړ رایه یی وکا روله …
ډاکټر اشرف غنی ته پکارده چی مخکی د داسی مغرض اعلان نه خبری کنفرانس را وبولی او ملت ته دبعضی رازونو نه پرده پورته کړی تر څوملت وکولای شی چی په راتلونکی کی دخپل حق دغوښتلو لپاره دځان سره اسناد او شواهد ولری خو کچیری همداسی پټه خوله پاتی شی نو که آخری پایلی هم دداسی جوړجاړیو په نتیجه کی اعلانیږی شاید دملت اکثریت دحقیقت نه نوی خبراو دخپل حق دغوښتلو لپاره به په لاس کی هیڅ ونلری، ډیری خلک به دا ګمان کوی چی څه اعلان شوا همدا حقیقت دی که څه هم اعلان دارګ او ګټونکی کاندید دجوړجاړی پایله وی.
کچیری دا وړاندوینه حقیقت ته نیږدی وی او د ډاکټر صیب اشرف غنی ټیم هم پری خبر وی چی حتما به هم پری خبروی فکر کوم د ده پټه خوله پاتی کیدل او د داسی مکر په وړاند خپل غږ نه جګول به دملت دیو ستر اکثریت په وړاندی جفا وی.
ډاکټر صیب ته پکارده تر څو مخکی له دی مکار اعلان نه خبری کنفرانس راوبولی ملت ته دبغضی رازونو نه پرده پورته کړی تر څو ملت دخپل حق دغوښتنی لپاره دځان سره څه اسناد او شواهد په لاس ولری که دا کار وروسته دنتایجو داعلان نه کیږی زه فکر کوم همره به ګټور نه وی شاید اکثره خلک دا فکر وکړی چی هغه څوک چی ګټونکی دی په واقیعی رایو یی ګټلی ده اوهغه څوک چی اوس غږ جګوی دبایللو زغم نلری که څه هم دپایلو اعلان دارګ او ګټونکی ټیم د جوړجاړی نتیجه وی.
که دا ځل درغلی وشي نو افغانان به د دیموکراسی په ضد مظاهرې وکړی دا دیموکراسی عام خلک غولوی او دا غولونکی نظام افغانان نه غواړي!!
“کچیری دا وړاندوینه حقیقت ته نیږدی وی او دډاکټر اشرف غنی ټیم ورباندی خبر وی چی باید هم خبر وی نو دډاکټر اشرف غنی پټه خوله کیناستل او د داسی دسیسو په وړاند غږ نه جګول دملت دهغه لویی برخی سره لوی ظلم دی چی هڅی یی وکړی ستړیاوی یی وګاللی کمپاین یی وکړ رایه یی وکا روله …
ډاکټر اشرف غنی ته پکارده چی مخکی د داسی مغرض اعلان نه خبری کنفرانس را وبولی او ملت ته دبعضی رازونو نه پرده پورته کړی تر څوملت وکولای شی چی په راتلونکی کی دخپل حق دغوښتلو لپاره دځان سره اسناد او شواهد ولری خو کچیری همداسی پټه خوله پاتی شی نو که آخری پایلی هم دداسی جوړجاړیو په نتیجه کی اعلانیږی شاید دملت اکثریت دحقیقت نه نوی خبراو دخپل حق دغوښتلو لپاره به په لاس کی هیڅ ونلری، ډیری خلک به دا ګمان کوی چی څه اعلان شوا همدا حقیقت دی که څه هم اعلان دارګ او ګټونکی کاندید دجوړجاړی پایله وی”
مصلحت، ملي ګډون، ائتلاف او معامله یاني څه!
د هېواد په دغو حساسو شېبو کې مو د پورته ذکر شوي عنوان ټاکنه ځکه اړین وبلله چې د وري د شپاړسمې له ټولټاکنو وروسته داسې ګنګوسې اورېدل کېږي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او ځينو په نامشروعه سیاسي واک روږدو کړيو (چې له ۱۲ کلونو راهيسې ځانونو ته اپوزيسيون هم وايي، سره له دې چې د اپوزيسيون هېڅ ځانګړنه نه لري) په ګډه د ملت په رايو د شبخون وهلو او (د دوی په اند) د ائتلافي حکومت جوړولو نامشروعه هڅې روانې کړي دي.
نو په لومړي ګام کې په دوو مثبتو اصطلاحاتو (مصلحت او ملي ګډون) باندې خبرې وکړو او بیا به د ائتلاف هراړخیزه څېړنه وشي او په پای کې به د معاملې په تورې او منفي اصطلاح بحث وکړو.
مصلحت (سیاسي مصلحت):
په سیاسي قاموسونو او سیاسي ژوندانه کې د سياسي مصلحت اصطلاح ډېره معموله ده او په لاندې توګه تفسيرېږي:
1. د دوو مخالفو ډلو یو ځای کېدل؛
2. یوې ځانګړې موخې لپاره د دوو متخاصمو ډلو ملګرتیا؛
3. له يوه ځانګړي حالت سره ځان عیارول.
لکه، له ۱۳۸۱ لمریز کال راپدېخوا په سیاسي واک کې (په بېلابېلو دلایلو) د هېواد د ټولو ډلو ټپلو (ومو نه غوښتل چې د ـ سیاسي ګوندونو- اصطلاح وکاروو) حضور د ښاغلي ولسمشر د مصلحتي تګلارې ښکارندوی ده. دا چې آیا د ولسمشر دغه تګلاره سمه او زمونږ د ملي ګټو د ساتنې لپاره څومره اغېزمنه وه، دا به تاسو ګران ویونکي ته پرېږدو. خو یوه خبره څرګنده ده چې د مصلحت په نامه ډېرو غیر مسلکي او بد مخو کسانو ته د سیاسي نظام سپېڅلې دروازه پرانیستل شوه او دو هم خپله ونډه په پوره خیانتي روحیه ادا او مونږ ته یې د فساد د لومړي مقام تور داغ په تندي را وواهه.
پوهان د سیاسي مصلحت کولو لپاره مختلف حالات وړاندیزوي، چې پرته له دغو شرایطو د سیاسي مصلحت تر سره کول سیاسي کفر بلل کېږي، دغه شرایط او حالات په لاندې ډول دي:
1. له مصلحت پرته د بلې لارې نه شتون؛
2. له مصلحت پرته یوه لوی هدف ته د رسېدلو ناشونتیا؛
3. د مصلحت له لارې د یوه ستر ناورین مخنیوی؛
4. مصلحت استثنا ده، نباید اصل ترې جوړ شي.
ملي ګډون (مشارکتي حکومت):
ملي ګډون او پر بنسټ یې د یوه هېواد د ټولو سیمو، کلتورونو او ژبو ونډه په حکومت کې د لیبرالیزم، ډیموکراسۍ او جمهوریت له بنسټیزو اصولو بلل کېږي او اسلام تر بلې هرې ایډیولوژۍ پرې زیات ټیګار کوي. تر څو د هېواد هر وګړی په سیاسي واک کې ځان شریک او حکومت د خپل ځان وبولي. له بلې خوا د اپارتاید، تبعیض او تعصب مخه هم ونیول شي. هغه دولت چې ټولو ته په یوه سترګه نه ګوري او په بېلابېلو ډولونو د ځینو د محرومیت لامل ګرځي، ډېر پایښت نه لري او ټولنیزو ناورینونو او پاڅونونو ته لاره هواروي.
خو دا په دې مانا نه ده چې د ملي مشارکت په نامه دې د چارو واګي غیر متخصص او خاینو خلکو ته وسپارل شي، بلکه ډېره هڅه دې وشي چې په کار پوه او ژمنو کسانو ته دندې ور له غاړې شي او دا چاره ناشونې هم نه ده.
او که چېرې د پښتنو په استازیتوب عارف نورزی او د تاجکو په استازیتوب ضرار احمد مقبل عثماني (چې دولسم ټولګی یې هم نه دي بشپړ کړي) واک ته ورسول شي نو دې ته ملي مشارکت نه، بلکه ملي ناورین ویل کېږي.
ائتلاف:
په مؤقت ډول د یوه مشخص هدف لپاره د څو اشخاصو یا ګوندونو یو ځای کېدلو ته ائتلاف ویل کېږي. ائتلافونه معمولا د ټولټاکنو او د حکومتونو د تشکیل پر وخت د ملي ګټو د لاښه خوندیتوب په موخه تر سره کېږي او د مشخص وخت له تېرېدا وروسته په آني ډول له منځه ځي. که چېرې ائتلافونه د سیاسي واک د تر لاسه کولو او په ځانګړي ډول د سؤ استفادي په موخه تر سره شي نو ناورینونه رامنځته کوي.
په افغانستان کې ډېرو کسانو د آني ګټو او پیسو پیدا کولو په موخه سیاسي ګوندونه جوړ کړي او د ډیموکراسۍ له نوم څخه په استفادې سره يې له کوم اصولي او کاري توپیر پرته په افغانستان څه کم ۲۰۰ سیاسي ګوندونه راجسټر شوي چې ډېری يې د ګوند په مفهوم هم نه پوهېږي او له سپکو او پلیدو اړتیاوو سره سم یو له بل سره په مختلفو نومونو ائتلافونه کوي تر څو د ملت په وجود کې پاته وینه په یو نه یو ډول وڅښي.
خير، خپلو خبرو ته ادامه ورکوو او د هېواد په دې حساسو شیبو کې له ټولټاکنو وروسته د هغو بد مخو رازونه افشا کوو چې د دوه ورځني سیاسي واک لپاره د ائتلاف تر نوم لاندې د خپلو ګټو خوندي کول غواړي. د ائتلاف لپاره لاندې شرایط اړین دي:
1. د ائتلافي خواوو د ستراتیژیو نیږدې والی؛
2. د ائتلافي خواوو تر منځ د مشترک هدف شتون؛
3. په یوازې د حکومت د جوړولو ناشونتیا.
زما په اند په دغه پړاو کې د لاندې دلایلو پر بنسټ لږ تر لږه له ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه غواړم چې د ائتلافي حکومت د جوړېدو مخه ونیسه او یا لږ تر لږه په کې ګډون ونه کړي:
1. په تېرو دولسو کلونو کې د ائتلافي حکومتونو پایله دا شوه چې فساد لازیات او سوله، امنیت او پرمختګ لپاره نوي خنډونه پیدا شي.
2. ملت بیا ثابته کړه چې په هر قیمت د هېواد د پرمختګ او مثبتو بدلونونو راتګ لپاره سرښندنې ته چمتو دي، که چېرې ائتلافي حکومت جوړ او د خلکو رایو ته درناوی ونشي، نو پایله به یې دا وي چې خلک به ناهیلې او د نظام پر وړاندې لا بې باوره شي.
3. په اوسني حالت کې ائتلافي حکومت تور له سپین سره ګډوي او خدای مه کړه هغه شخصیتونه (لکه، ډاکټر اشرف غني احمدزی) چې زمونږ د خوار ملت معنوي پانګه بلل کېږي، خپله روڼتیا او پېژاند له لاسه ورکړي چې دا مونږ ستره ملي صدمه بولو.
معامله (سیاسي معامله):
سیاسي معامله او له لارې یې د حکومت جوړول تر ټولو سیاسي ناورینونو ستر او نه جبرانېدونکی ناورین دی. سیاست، په دغه مفهوم کې له دروغ، چل او تيري سره مل دی………………………………………………..
نو له ټولو نوماندانو او په ځانګړي ډول له ښاغلي اشرف غني احمدزي څخه مې هيله دا ده چې د هر ډول نامشروعې هڅې مخنیوی وشي او د ملي ګټو پر بنسټ د ځوانې ډیموکراسۍ د خوندیتوب لپاره هلې ځلې تر سره شي.
د یو موټي او سمسور افغانستان پر لور
Khabar.
hamgha shan washol che sanga raportona wal, da zamonga da entekhabato kamisoon dee, doy ham zanta afghan wayee che melat kar kom……………….khapal greewan ke dee wagorreeee
که چیری دا وړاندوینه حقیقت وی او د ډاکټر صیب اشرف غنی ټیم هم پری خبر وی اوچی باید پری خبرهم وي فکر کوم د ده پټه خوله پاتی کیدل او د داسی مکر په وړاند خپل غږ نه پورته کول به دملت په وړاندی جفا وی.
ډاکټر صیب ته پکارده تر څو مخکی له دی چې تش په نوم خپلواک کمیسیون فرمایشي اعلان وکړي کنفرانس راوبولی ملت ته دبغضی رازونو نه پرده پورته کړی تر څو ملت دخپل حق دغوښتنی لپاره غږپورته کړي او نور نو باید فرمایشونه ونه منل شي نور نو باید په ملت ملنډې ونه وهل شي
که داډول فرمایشونه منل کیږي نو بیا انتخاباتوته څه ضرورت وو که داډول فرمایشونه منل کیږي نو بیا مو ولې دانتخاباتو په ورځ د تش په نوم انتخاباتولپاره د ډېرو افغانانو له ژوند سره لوبې وکړې