تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون غواړي چې د زلمي رسول په ګټه له دولتي امکاناتو څخه د استفادې د مخنیوي لپاره ولسمشر کرزي ته شکایت وکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور ازادي راډیو ته وویل چې د پکتیا ولایت چارواکو په ښکاره د زلمي رسول په ګټه له دولتي وسایلو او امکاناتو څخه استفاده کړې ده.
پرون په پکتیا کې د زلمي رسول په انتخاباتي غونډه کې د پکتیا د والي ویاند، سکرتر او نور دولتي مقامات پر سټېج حاضر ول حال دا چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د چارواکو په وینا دولتي چارواکي حق نه لري چې د کاندیدانو په کمپاینونو کې ګډون وکړي او یا دولتي امکانات د هغوی خدمت ته وړاندي کړي.
ښاغلي نور وویل چې تر دې مخکې هم د پکتیا والي جمعه خان همدرد د یوه ځانګړي کاندید په ګټه د انتخاباتي قوانینو سرغړونه کړې او له خپل دولتي مقامه یې ناوړه استفاده کړې وه.
د افغانستان ولسمشر تېره اوونۍ د ولسي جرګې د نوې تقنیني دورې د پیل په مراسمو کې وویل چې دولتي چارواکي د بېلابېلو کاندیدانو ملاتړ کوي.
کله چې کرزي په ولسي جرګې کې وویل، له بهرنیانو غواړي چې د افغانستان په انتخاباتو کې لاسوهنه ونه کړي نو د ولسي جرګې په تالار کې یو شمېر ناستو وکیلانو پرې ږغ کړ چې حکومت دې یې هم نه کوي.
کرزي د وکیلاو په ځواب کې وویل چې له یوه – نیم کاندید پرته، چې په حکومت کې ملاتړ نه لري، د نورو ټولو کاندیدانو ملاتړ کوونکي په حکومت کې شته. ښاغلي کرزي په ضمني ډول له کاندیدانو څخه د چارواکو ملاتړ روا وباله.
د پکتیا په غونډه کې ځینو برخوالو زده کوونکو رسنیو ته شکایت کړی چې دوی ته ویل شوي ول چې د نوي تعلیمي کال په مناسبت غونډې ته بلل شوي خو کله چې لوبغالي ته راوستل شول که ګوري چې د زلمي رسول لپاره د انتخاباتي کمپاین غونډه ده.
د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ټول غړی کاندیدانو ته په کمپاین باندې مصروف دی حال دا چې د دوی وظیفه معلومه ده له یوې خوا وخت ضایع کوي او له بلې خوا دوی هم د قانون خلاف عمل کوي د دوی په اړه ولې د شکایاتو کمیسیون سر نه ګروي که د پارمان وکیلانو لپاره کوم قید نشته او یاهم دوی دولتې چارواکی نه دي؟!
خپله کرزی د زلمی رسول تر اخر سرحده ملاتړ کوي نو له کوچنیو یی څه ګیله! کرزی د سر په بیه غواړی چی زلمی رسول د یوه سمبول په بنه پر څوکۍ کښینوی او بیا یا خپله د پردی تر شا ریس جمهور او یا نیغ په نیغه صدراعظم شی. ددی څوکۍ خوند ډیر خوږ دی
په داسی کړنو دپکتیا والی خپله غلا دقانون څخه سرغړونه، اوخپله پیسه دوستی وښوده یودانه چه متعلیمین یی راغوشتی وو خلکو ته یی ویلی وو چه دقطب الدین هلال راځی اوبعضو ته یی د اشرف غنی دراتګ خبره کړی وه
تبصره :
که چیرته دولت همداسې کارونو ته لمن ووهي نو زما په اند به اپوزیسیون ته یو ښه چانس په لاس ورشي ځکه ولسونه نور داسې کړنو ته کښیناستلی نه شي که د ولس په خوښه ولسمشر ونه ټاکل شي نو ژر ده چې د کرزي لاس پوڅي هم په وینو کې ولمبول شي خو افسوس مې دادی چې ویجاړ وطن به د زیاتو کړاوونو سره مخامخ شي .
مشره تاته وایم که چیرته داسې پالیسي خپله کړې نو د افغانستان د وراني مسئولیت به پرتا او ستا په کابینه وي نن خودې ولسوالان د ولسوالیو دوه کیلو متره لرې واک نه لري که د ولس په خلاف خپله اراده ښکاره کړې ژر ده چې د دغه ګوډاګي حکومت لمن دې ټوله شي انشاء الله بیا که د جهان په هره څنډه کې وې محاکمې ته به راکش شې نور دې په بادارانو مه نازیږه