تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د نوملیکنې نېټه اعلان کړه.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن جمعه/ وویل چې د راتلونکي لمریز کال د حمل د یو دېرشمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره کاندیدان د لیندۍ یا قوس له ۲۴ نېټې څخه نومونه ثبتولی شي.

د دې کمیسیون له اعلان کړي مهالوېش سره سم د ولسمشرۍ انتخابات به د حمل په ۳۱ نېټه وشي خو دې ته په پام چې د انتخاباتو د کمپاین په موده کې به هوا سړه وي، احتمال شته چې د انتخاباتو نېټه بدله شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مسوولانو په وینا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوملیکنې بهیر به ۱۵ ورځې دوام وکړي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدايي پایلې د ثور له لومړۍ تر شلمې پورې او وروستۍ یا نهايي پایلې د جوزا په نهمه اعلانېږي.

که په لومړي پړاو کې هیڅ کاندید پنځوس جمع یو رایې ونه ګټلې، دوهم پړاو انتخابات د جوزا په ۲۳ په پام کې نیول شوي دي.

خو د انتخاباتو د کمیسیون د چارواکو له څرګندونو داسې ښکاري چې لا هیڅ نېټه کره نه ده او هره شېبه کېدای شي د دې کمیسیون په مهالوېش کې بدلون راشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *