تاند- د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، حکومت د ولسي جرګې د انتخاباتو د ځنډیدو په اړه ورسره هیڅ مشوره نه ده کړې.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني نن /شنبه/ آزادي راډیو ته وویل د ولسي جرګې د انتخابات ځنډیدا د انتخاباتي قانون خلاف کار دی او باید پر خپل ټاکلي وخت ترسره شي.
د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش تیره اوونۍ ولسي جرګې ته د نویو کاندید وزیرانو د معرفي پرمهال وویل چې د ولسي جرګې انتخابات به په راتلونکي ۱۳۹۵ لمریز کال ترسره شي.
پر همدې مهال د انتخاباتو د څار بنسټ مشر جانداد سپین غر وايي که د ولسي جرګې د انتخاباتو د ځنډ هدف په انتخاباتي بهیر کې د اصلاحاتو راوستل وي دا یونیک ګام دی.