تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، که یو لړ شرطونه برابر شي، راتلونکی کال به د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخابات ترسره شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن /سې شنبه/ خبریالانو ته وویل، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د انتخاباتو ترسره کولو ته تیار دی خو باید مخکې تر انتخاباتو د امنیت، د انتخاباتو د لګښت، او د نفوسو د احوالو د ادارې له لوري د تذکرو د وېش غم وخوړل شي. له مهالوېش سره سم د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو د انتخاباتو لپاره د راتلونکي ۱۳۹۷ کال د سرطان ۱۶ مه په پام کې نیول شوې ده.

صیاد دا هم وویل، که په خپل وخت بودجه په لاس ورنه شي، د انتخاباتو کمیسیون انتخابات نه شي ترسره کولی.

ګومان کېږي چې د انتخاباتو لپاره ۲۰۰ ملیون ډالره پکار دي خو تراوسه هیڅ هیواد په دې برخه کې د مرستې ژمنه نه ده کړې.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی وویل، که څه هم د تذکرو د وېش او د انتخاباتو د امنیت په اړه خبرې شوي خو لا هم بشپړ ډاډ نه دی ورکړل شوی.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مخکیني ريیس نجیب الله احمدزي له برطرفه کېدو وروسته دا کمیسیون بې مشره دی.

صیاد په دې اړه وویل چې لا هم څوک د مشر په توګه ټاکل شوی نه دی.

ده د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا برخلیک هم نامعلوم وباله، ویې ویل چې باید ولسمشر په دې اړه پرېکړه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *