تاند- د انتخاباتو کمیسیون ادعا کوي چې تراوسه پورې یو ملیون او۹ لکه رای ورکوونکو نوملیکنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو د کمیسیون له لوري د رای ورکولو د شرایطو پېچلتیا سبب شوې چې ډېری افغانان په راتلونکو انتخاباتو کې د رای ورکوونکو ته توګه نوملیکنې ته لېوالتیا ونه ښيي.
د انتخاباتو کمیسیون پتېلې ده چې پر اصلي تذکرو یا د تذکرو پر مثنی سټېکر ولګوي خو ډېری افغانان د امنیتي ګواښونو له کبله د سټېکر لګولو ته تیار نه دي او د مثني ترلاسه کول اسانه کار نه دی؛ یعني هر څوک باید د یوې رایې د ورکولو لپاره ۳ واري په اوږدو کتارونو کې انتظار وباسي.
پر دې سربېره خرابېدونکي امنیتي حالات د ډېرو سیمو اوسېدونکي دې ته نه پرېږدي چې خپلې رایې وکاروي.
د انتخاباتو د کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع یوې خبري غونډې ته وویل، د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخابات به په خپل وخت (د اکتوبر۲۰) ترسره شي.