تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې له ولایتونو څخه ۸۴ فیصده رایپاڼې مرکز ته رسېدلي او نیمايي رایپاڼې دسته بندي شوي دي.
کمیسیون د هر کاندید رای سره بېلوي او کمپیوټري سیستم ته یې اچوي، همداراز شکمنې رایې بېلوي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ټولو رایو په سلو کې پنځوس دسته بندي شوي او سیستم ته داخلې شوي دي.
نور وویل، هرکله چې د ټولو ۳۴ ولایتونو رایپاڼې دسته بندي او سیستم ته داخلې شوې، د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو ابتدايي پایلې به اعلان کړي.
ټاکل شوې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون سبا /شنبه/ د لس فیصده رایو پایلې اعلان کړي.