تاند- (جمعه، د میزان ۵) د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن وویل، د ولسمشرۍ له انتخاباتو ۴ کاندیدانو لاس اخیستی او د اوسني ولسمشر اشرف غني په انتخاباتي ټیم (دولت ساز) کې شامل شوي دي.
دا کمیسیون وايي چې د شیدامحمد ابدالي، نورالحق علومي، زلمي رسول او حاجي محمدابراهیم الکوزي نومونه به لا هم په رایپاڼو کې د کاندیدانو په توګه وي خو که هر چا دوی ته رایه ورکړه، نه به شمېرل کېږي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د دغو کاندیدانو نومونه د دې لپاره له لیسته نه باسي چې تر ټاکلې مودې وروسته له کاندیداتورۍ تېر شوي دي.
د ثور دوهمه نېټه د کاندیدانو د انصراف موده ټاکل شوې وه. خو د انتخاباتو قانون هر کاندید ته دا حق ورکړی چې د دې قانون د ۷۵ مادې پر اساس هر وخت له کاندیداتورۍ انصراف کولی یا د بل کاندید په ګټه له کاندیداتورۍ تېرېدای شي.
محمد حنیف اتمر هم، سره له دې چې د کوم کاندید په ګټه له انتخاباتو نه دی تېر شوی، په انتخاباتو کې بې طرفي اعلان کړې یعني عملاً ځان کاندید نه بولي.
اوس ۱۳ کاندیدان د سبا (د میزان۶) په انتخاباتو کې پاتې دي.
محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله مخکښ کاندیدان ګڼل کېږي.
زما په نظر که چا پورته څلورو کاندیدانو ته رایه ورکړه باید د داکتر اشرف غني په حساب کې د وشمېرل شي . ځکه دوی له غني سره یوځای شویدي.