تاند- راپورونه وايي چې د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او قیوم خان کرزي ترمنځ د ايتلاف لپاره خبرې روانې دي.
د اشرف غني احمدزي د کمپاین د ډلې له لوري تایید شوي راپورونه وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرو پرمختګ کړی او ممکن ژر قیوم خان کرزی له اشرف غني احمدزي سره، چې زیاتې رایې لري او اکثره متخصص او پوه کسان ورسره ملګري دي، یوځای شي.
د اشرف غني احمدزي او قیوم کرزي ترمنځ وروسته له دې خبرې پیل شوې چې قیوم کرزی او زلمی رسول په خپل منځ کې موافقې ته ونه رسېدل.
دوی ډېر سره نژدې شوي وو او حتي ویل شوي و چې په څو ساعتونو کې به قیوم خان کرزی د زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ تېر شي، خو په وروستیو شېبو کې د دواړو ترمنځ اختلاف دې حد ته ورسېد چې په خپل منځ کې یې د ايتلاف لپاره خبرې هم ودرولې.
راپورونه وايي چې زلمي رسول له قیوم کرزي څخه غوښتل چې د ده په ګټه له کاندیداتورۍ تېر شي ځکه چې زیات ملاتړي لري، خو قیوم کرزي له زلمي رسوله غوښتل چې د ده په ګټه تېر شي. د قیوم کرزي استدلال دا و چې د زلمي رسول ملاتړ کوونکي هغه کسان دي چې فکر کوي ولسمشر کرزی د زلمي رسول ننګه کوي او که هغوی پوی شي چې ولسمشر د زلمي رسول ملاتړ نه کوي ښايي ډېر لږ کسان پیدا شي چې د زلمي رسول ملاتړ وکړي.
د اشرف غني احمدزي د کمپاین غړي وايي چې له قیوم کرزي سره د دوی خبرې لا پرېکنده نتیجې ته نه دي رسېدلي خو هیله لري چې ژر به دواړه خواوې ايتلاف وکړي.
ویل شوي چې له قیوم کرزي سره د حق او عدالت ګوند مشر او پخواني وزیر حنیف اتمر او د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال کتلي دي.
که څه هم د قیوم کرزي انتخاباتي ټیم تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي خو ځیني سرچینې وايي چې ولسمشر حامد کرزي، چې د قیوم کرزي د کاندیداتورۍ مخالف و، له اشرف غني احمدزي سره د خپل ورور د یوځای کېدو ملاتړ کړی دی.
که قیوم کرزی له اشرف غني سره یوځای شي د انتخاباتو په لومړي دور کې د اشرف غني احمدزي د بریالیتوب چانس لا زیاتېږي.
په همدې حال کې د نورو کاندیدانو ترمنځ هم خبرې روانې دي.
خورا ښه خبر ده خو هیله موداده چی دا راپورونه او آوازی دعمل جامه واغوندی
ډير ښه زيري دي، قيوم كرزي هوښياره او معقوله پريكړه كړي ده، له دي پريكري سره قيوم كرزي په راتلونكي حكومت كي ځانته ځاي پيدا كړ، الله دي وكړي چي دا نور كانديدان هم له أشرف غني څخه خپل ملاتړ إعلان كړي
إن شاء الله چي په أول پړاو كي د أشرف غني بري حتمي دي، دوهم پړاو ته به هيڅ ضرورت پاتي نه شي
هوكي همداسي ده او اشرف غني به كتونكي وي
د ښاغلو قیوم کرزی او احمدزی په اییتلاف او یو ځای کیدو سره به نه تنها دوی دواړه بریالی شی ، بلکی د افغانستان ټول ولس به بریالی شی. په هیواد کی به یو قوی او کاری دولت جوړ او د نظار شورویان به له بیځایه سیالی ولویږی. هیله ده دا خبر رښتیا شی او د هغه متل په استناد چی هم به ته یی او هم به زه یم ، د دوی بریالیتوب به حتمی شی. په سیاست کی دایمی دوستان نشته بلکه دایمی ګټی مهمی دی . که دوی دواړه یوه توافق ته سره ورسیدل فکر کوم نور مشران او کاندیدان به هم له دوی سره یوځای شی.
خدای مو سره جوړ کړه چې د ځینو دا مخونه ور تور شي چا په کلي کې نه پریښودل شله وو چې لکړه مې د خان په کور کې کیږدئ
هیله لرم چي ډاکټر اشرف غنی احمد زی انتخات وکټي او کرزیان نور دولت څخه ووځي ټول پښتانه ددوی د لاسه در په دره شول.
د عبدالله عبدالله نه پرته د نورو ټولوکاندیدانو څخه دا هیله لرو چی د ډاکټر اشرف غنی احمدزی په ګټه تیر شی
خدای ج د وکړی چی قیوم کرزی د ډاکټراشرف غنی احمدزی په ګټه تیر شی ترڅو نور هم دده څخه زده کړی او دده په لاره لاړشی او ټاکنی دوهم ځل ته لاړی نه شی
مصطفی له کابل څخه
السسلام وروڼو او خویندو،
دپاچاخان خبره خدای دی افغانانو(پشتنو)کی اتحاد او اتفاق پیدا کړی.د عبدالقیوم خان کرځی ستوری له اوله پر نازلمی نارسول پورته ووهغه جرګه ګی هم وښوده .خو زما په فکر وروڼو احتیاط به له لاسه نه ورکوو:دی ورځو کی دپنجابی فوځ او لاس پوڅو تش په نامه طالبانو یی +_ فارسیانو(ایرانی اخوندانو) ؛د پښتنو سیمو دګډوډولو او وجنو لړی ګړندی کړی او دافغانستان تش په نامه جنرالان، وزیران او والیان یی سیل کوی ! او هم تش په نوم مارشال او نور غلامان د بیرته کو(غر) ته ختلو لاری څاری!.مطلب می دا چی بیا د ډاکټر نجیب دواګو سپارلو حال تکرار نه شی!!!.
خلکو خو اکثرو د ډاکټر صاحب م.ا.غنی احمدزی پلوی څرګندو غوڼډو سره وښودله مګر خارجیان او بینالمللی ټولنی یی هم باید ژمنی وکړی او بیا د ۱۹۹۲ او ۲۰۰۸ بی کفایتی او لاسوهنی تکرار نکړی.
آو په پای کی ټول پښتو ژبی کاندیدان باید د ډر. صاحب په درنښت تیر سی. په احترام