تاند- د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش، چې په خټه هزاره دی، وايي چې ولسمشر د انتخاباتي حوزو د ټاکلو واک د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ورکړی دی.
ده وویل چې د نه انتقالېدونکې واحدې رایې مخکینی انتخاباتي سیستم نه دی بدل شوی خو په دې اړه پرېکړه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته سپارل شوې ده.
دانش او نورو هزاره ګانو په ولایتونو کې د انتخاباتي حوزو له ټاکل کېدو سره مخالفت کاوه ځکه چې په اوسني شکل، چې هر ولایت یوه انتخاباتي حوزه ده، هزاره ګان په ولسي جرګه کې زیاتې چوکۍ ګټي. ځکه چې هغوی په دې پوهېږي چې طالبان اکثره پښتانه نه پرېږدي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي بناً هزاره مېشتې سیمې، چې طالبان ورسره سرو کار نه لري، په انتخاباتو کې زیات ګډون کوي.
د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې په غزني کې، چې په سلو کې ۸۰ اوسېدونکي یې پښتانه دي، حتي یوه چوکۍ هم ونه ګټلی شوه ځکه چې طالبان په انتخاباتو کې د پښتنو مخه ونیوله او یوازې د جاغوري او نورو هزاره مېشتو سیمو اوسېدونکو په انتخاباتو کې په پراخه پیمانه ګډون وکړ.
ولسمشر غني د قومي مشرانو په مشوره پتېیلې وه چې انتخباتي حوزې دې وټاکل شي.
د سرور دانش په وینا د انتخاباتو په قانون کې، چې ولسمشر غني لاسلیک کړی دی، ویل شوي چې د انتخاباتو کمیسیون دې د نفوسو د تناسب، د عمومي استازیتوب د رعایت کېدو او د عادلانه استازیتوب د تامین د درو معیارونو پر اساس پرېکړه وکړي.