تاند – د ولسي جرګې د را روانو انتخاباتو یو کاندید، ضیاءالحق امرخېل، وایي چې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون کارکوونکي تښتېدلي او د دفتر دروازې یې بندې کړي دي.

په یوه ژوندۍ ویډیو کې چې په فیسبوک خپره شوه، ښاغلي امرخېل وویل چې تېره ورځ وروسته له هغه چې خبر شو چې د ولسي جرګې د را روانو انتخاباتو له لست څخه یې نوم حذف شوی د ټیلیفون له لارې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون یوې چارواکې، حمیرا حقمل، ته زنګ وواهه او د سپیناوي غوښتنه یې وکړه، او هغې ورته وویل چې دفتر ته دې ورشي.

امرخېل وایي، تېره ورځ کمېسیون ته ورغی، څلورنیم ساعته وخت یې انتظار واېست خو چا د لیدلو چانس ورنه کړ.

که څه هم چې په ویډیو کې نه لیدل کیږي،‌ خو داسې ښکاري چې له ښاغلي امرخېل سره یې ګڼ شمېر ملاتړي هم نن یاد دفتر یا یې خواوشا ته ورغلي ځکه په ټولنیزو رسنیو د دغه ځوان فعال په ملاتړ بې شمېره خلکو د ملاتړ سینه ډبولې او د هغه د نوم په لیرې کولو کې د ولسمشرغني بې پروایي یې غندلې ده.

د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیون د دارالانشاء دغه پخواني رییس د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له خوا له هغه سره دغه چلند په افغانستان کې د دیموکراسۍ مرګ وباله او ویې ویل چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون دا کار د غلو کار دی.

نوموړي وویل، په کار دی چې د داسې اقدام په مقابل کې هغه ته د استیناف غوښتنې حق ورکول شي.

امرخېل د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د پخوانۍ شمال ټلوالې د پاتې شونو د کاندید، عبدالله عبدالله، له خوا د ولسمشر اشرف غني په پلوۍ په درغلیو تورن شو، خو هېڅکله په هغه لګېدلي تورونه ثابت نه کړای شول، او ویل کیږي چې د ولسي جرګې د را روانو انتخاباتو د کاندیدانو له لست څخه د نوموړي نوم د اجرائیه رییس عبدالله په غوښتنه لیرې شوی دی.

One thought on “د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون رییس او کمېشنکاران وتښتېدل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *