تاند- وروسته له دې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیونه وغوښتل چې د انتخاباتي شکایتونو مهلت اوږد کړي، دې کمیسیون نن وویل چې دا موده ۲۴ ساعته نوره اوږدوي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون پرون ویلي و چې د ابتدايي پایلو د اعلان له شېبې تر څلرویشت ساعتونو پوري کاندیدان کولی شي هر راز شکایتونه چې لري په دغه کمیسیون کې ثبت کړي.

خو عبدالله عبدالله نن وویل چې دا موده لږه ده او درو ورځو ته دې وغځول شي.

له مخکیني اعلان سره سم د شکایتونو د ثبت وخت د نن ماښام ۷ بجې پای ته رسېده.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې د دې لپاره یې د شکایتونو د ثبت وخت اوږد کړی چې د ابتدايي پایلو اړوند معلومات د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویبپاڼې ته نه و اچول شوي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې حاضردمه د ولسمشرۍ کاندیدان د انتخاباتنو د خپلواک کمیسیون له لوري اعلان شوې پایلې له هغو معلوماتو او شمېرو سره پرتله کولی نه شي چې له بېلابېلو مرکزونو څخه یې ترلاسه کړي دي ځکه چې د پایلو د جزییاتو په اړه معلومات نه لري.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون په وینا د ابتدايي پایلو له اعلانېدو راوروسته دوی ته څلور شکایتونه رسېدلي او ثبت شوي دي.

د انتخاباتي شکایتونو خپواک کمیسیون مکلف دی چې پر شکایتونو غور د روان ثور تر اتلسمې پوري پای ته ورسوي څو د ثور په ۲۶ مه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وروستۍ یا نهايي پایلې اعلان کړي.

باور کېږي چې انتخابات دوهم دور ته وځي او د دوهم ځلي انتخاباتو لپاره د جوزا اوومه ټاکل شوې ده.

0 thoughts on “د انتخاباتي شکایتونو وخت ۲۴ ساعته نور اوږد شو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *