تاند- د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې د شنبې د ورځې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه د درغلۍ شاوخوا درې زره شکایتونه ورته شوي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویندوی نادر محسني نن وویل، تر ټولو زیات شکایتونه درو مخکښو کاندیدانو کړي دي.

ده همداراز وویل:«تراوسه پوري د شاوخوا (۳۱۰۳) ثبت شویو شکایتونو له منځه به پر نیمايي یې غور او څېړنه وشي ځکه چې له نیمايي نورو سره لازم اسناد او شواهد نه دي وړاندې شوي.»

د تېرې شپې ۱۲ بجې د شکایتونو د ثبتولو وروستۍ وخت ټاکل شوی و.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د ولسمشرۍ پر کاندیدانو د درغلۍ ۲۲۸، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر کارکوونکو ۷۷۲ او د ولایتي شوراګانو پر کاندیدانو د درغلۍ ۵۷۳ شکایتونه شوي دي.

د شکایتونو د زیاتوالي له کبله ښايي د انتخاباتو د رسمي او نهايي اعلان وخت وځنډېږي.

نادر محسني وویل چې په دې سترګې نه شي پټېدای چې د انتخاباتو په ترڅ کې درغلۍ او بې قاعدګۍ شوي دي.

تر دې مخکې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت په ټولنیزو رسنیو کې ویلي و چې انتخابات بریالي و خو د درغلیو شکایتونه هم لږ نه دي. سعادت ویلي چې اوس دا د دوی مسوولیت دی چې له اچول شویو رایو ناپاکې پاکې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *