تاند- د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولسي جرګې د کاندیدانو نهايي لیست د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته واستاوه.
په دې لیست کې د ۳۵ تنو نومونه د کاندیدانو له لیست څخه ایستل شوي دي.
د دغو کسانو نومونه وروسته له دې وایستل شول چې د انتخاباتي شکایتونو ځانګړي کمیسیون د هغوی په اړه شکایتونه وڅېړل.
هغه کسان چې د کاندیدانو له نهايي فهرست څخه یې نومونه لېري شوي دا دي:
د اروزګان ولایت: محب الله، احمد شاه شمس، امین الله هوتکي
د بامیان ولایت: عبدالرحمان شیداني.
د بدخشان ولایت: فوزیه کوفي، مریم کوفي، محمد نبي بایان، او عبدالصمد عبدالاحمید.
د بلخ ولایت: اسدالله شریفي، د بغلان ولایت: سید جعفر نادري، اسدالله اسلامزوی او حیات الله وفا.
د پروان ولایت: غلام حیدر جیلاني او نور احمد سکندر، د پکتیا ولایت: الله میر ابراهیم خېل.
د تخار ولایت: بشیر قانت او اسدالله ایوب. د خوست ولایت: لایق الله بابرخېل او جبار جبارخېل، د سمنګان ولایت: معصومه خاوري، محمد اصف اعظمي او رييس خیرالله.
د فاریاب ولایت: سخي نوید.
د کابل ولایت: قیس حسن مولوي، مولوي تره خېل، سید داوود نادري، صداقت زاهد، ضیاالحق امرخېل، عنایت الله عاطف، شېرعلي احمدزی او زرداد فریادي.
د کندوز ولایت: ښایسته باز ناصري. د لوګر ولایت: اکبر ستانکزی. او د ننګرهار ولایت: جاوید زمان (د قوماندان زمان زوی)
د شکایتونو کمیسیون وايي د دغو کسانو په اړه د وسله والو ډلو د لرلو په شمول شکایتونه شوي وو.