تاند- د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون وايي چې د نن /دوشنبه/ د ماښام له اوو بجو څخه د رایو د باطلېدو په اړه پر شکایتونو غور پیلوي.
د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون ویندوی او منشي نادر محسني نن وویل چې نن غرمه په دغه کمیسیون کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدايي پایلو په اړه ۷۱ شکایتونه ثبت شوي دي.
د ښاغلي محسني په وینا له یوه شکایته پرته چې ګل اغا شېرزي کړی، نور ټول شکایتونه د عبدالله عبدالله له لوري ثبت شوي دي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویندوی وویل:«دا شکایتونه په کابل، لوګر، ننګرهار، لغمان، غزني، پکتیا، خوست، کونړ، بلخ، کندهار، فاریاب، بادغیس او هرات ولایتونو کې د رایو په اړه شوي دي.
پرون ماښام ۷ بجې د انتخاباتي شکایتونو د ثبت لپاره وروستی مهلت ټاکل شوی و خو څرنګه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د پایلو تفصیل په ویبپاڼه کې نه و خپور کړی، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د شکایتونو د ثبت وخت ۲۴ ساعته اوږد کړ چې نن ماښام اووه بجې پای ته ورسېد.
ښاغلی محسني وايي چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له قانون سره سم پر هغو شکایتونو، چې د رایو د باطلېدو په اړه ثبت شوي دي، د شکایت له ثبت کېدو ۴۸ ساعته وروسته غور پیلوي.
ده همداراز وویل، د ابتدايي پایلو پر شکایتونو، د کمیسیون د ولایتي دفترونو پر پاتې شکایتونو او د استینافي مواردو په باب راتلونکې اوونۍ په علني غونډو کې غور کېږي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند دا هم وویل چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د رای ورکولو د ۵۲۵ محلونو د رایو د باطلېدو په باب که شکایت وشي، وبه یې څېړي.
د انتخاباتي شکایتونو ویندوی له هغو کاندیدانو، چې د ځان پر خلاف د شکایتونو په وړاندې یې د استیناف غوښتنه کړې ده، وغوښتل چې له کره سندونو سره د کمیسیون علني غونډو ته حاضر شي.