الف ر
په دې نژدې ورځو کې د ملي وحدت حکومت له خوا د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره یوه طرحه چې په ۱۶ فصلونو او ۱۰۹ مادو کی تدوین او په دا وروستیوکی له کابینی تایید شوه، ویل کېږی چې د جمهور رُیس د يوه ځانګړي فرمان سره به توشیح شي.
دا طرحه چې د ټاکنو د دندو او صلاحیتونو د تنظیم او د ټاکنو د د دواړو قوانینو یو ګډ ترکیب دی د راتلونکو ټاکنو د ښه تنظیم او اداری لپاره به اصلی وثیقه وی ، له دې طرحی سره به د ملی وحدت حکومت د جوړیدا د مهمو شرطونو یو بل شرط هم پوره شي.
همدا راز دا طرحه د ملی وحدت د حکومت له لوري د رڼو او عادلانه ټاکنو د تر سره کولو لپاره د مدني ټولنو د موسسو او نورو دخیلو خواوو د غوښتنو په ځواب کی له یوه پلوه او د بین المللی ټولنې د غوښتنوپه ځواب کی له بله پلوه زیاد ارزښت لري.
کوم شی چې دی طرحه کی تر ټولو ډیر ارزښت لری هغه د را تلونکو ټاکنو تر سره کول د تک عضوي یا یوغړیزه حوزو(Vacancy (Single Member په اساس دی.
دا د ټاکنیزو سیستمونو د یوې مهمې کورنۍ (اکثریتی تعددی) سیتمونو نه یوسیستم دی چی د نسبی یا ساده اکثریت سیستم په نامه هم یادیدلی شی.
د ټاکنو دا شکل چی د نړۍ په ډیرو هیوادونو کی په تیره بیا زموږ په ګاونډ هندوستان او پاکستان کی هم مروج دی د رڼو، عادلانه او ازادو ټاکنو د ښه تنظیم او مدیریت لپاره ډیر اغیزمن دی.
په نړۍ کی د ټاکنو مروج ډولونه تر سلو اوړي چی ټول یی د ټاکنیزو سیستمونو په اساس ټاکل کیږی، خو ډیر مروج او عام سیستمونه یی لس یا دولس دي، چې د تک عضوي سیستم همدغو لس دولس سیستمونو کی یودی.
د انتخاباتی سیستمونو د اوصافو او پرنسیپونو له مخې ښه او مناسب سیستم هغه دی چی په ټولنه کی د تطبیق وړ، او د ټولنی د حاکم سیاسی ، ټولنیز او اقتصادی وضعیت سره سمی وخوری، او ګټی او اسانتیاوی یی تر تاوانونو او ستونزو ډیری وی. په ټاکنو کی د ټولو د خیلو خواوو او په ځانګړی ډول د مستقلو او یا حزبی کاندیدانواورآیی ورکوونکو ته اسانه او د پوهاوی او منلو وړ وی.
د انتخاباتو په دی شکل کی له هری حوزی نه یو کاندید مقننه قوی ته بریالی کیږی. دلته د انتخاباتی سیستمونو یو ډیراسانه او ساده شکل First Past the post (FPTP) ( څوک چی لست کی اول راځی) یا (هر هغه چا چی ډیرې رآیی وړي وي( په نامه سیستم کارول کیږی. او دا هغه سیستم دی چی د جمهوری ریاست په ټاکنو کی هم ورڅخه درې ځله کار اخیستل شوی. خو فرق یی دا دی چی دلته د ساده یا نسبی اکثریت فورمول دی، نه د جمهوری ریاست لپاره د ټاکنو په څیرد مطلق اکثریت یا (۱+۵۰) فورمول.
دی ټاکنو کی هم اصل حوزه ولایت دی خو تفا وت یی دا دې چې د ولایت ونډه (البته د نارینه وو برخه سیټونه) په پارلمان یا ولایتی شورا کی په وړو حوزو داسی تقسیمیږی چی یو، دوه، دری او کیدی شی څلور اداری واحدونه (ولسوالۍ/ ناحیی) د نفوسو اورآیی ورکوونکو د شمیر په اساس مساوی سره بیلی شی ،او د یوی تک عضوی (وړی) حوزی په شکل په کی ټاکنی و شی.
د ښځینه سیټونو لپاره به بیا هم د څو عضوی حوزی په شکل د تیر په څیر د ولایت په کچه ټاکنی کیږی. دا ځکه چی د اساسی قانون د حکم له مخی د ښځو لپاره ولایت حوزه ده او ښځی له نارینه وو سره په ټاکنو کی د سیالۍ برابر شرایط نه لری، د لته به له مثبت تبعیض نه کار اخیستل کیږی یعنی ښځینه سیټونه لدی امر ( ویشلو) نه مستثنی دی.
کیدی شی ښځوته دا چانس هم ورکول شی چی په تک عضوی یا څو عضوی دواړو حوزو کی ځانونه کاندید کړی شی .
په تک عضوی حوزو کی د ټاکنو کول زموږ په هیواد کی نوی تجربه ده خو که د رآیی ورکوونکو د لست په جوړیدو او د ولسوالیو شورا ګانو د ټاکنو په ترسره کیدو تاکید وشی نو بیا دا چاره ډیره اسانه او ساده ده. تر هر څه زیات مشکل کار یی د رآیی ورکوونکو د لست ترتیب او د ولسوالیو د بریدونو ویش د ی.
د انتخاباتي حوزود بریدونو ویش (Boundary Delimitation ) د نړۍ زیاتره هیوادونو کی د ټاکنو د کمیسیون ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت او محلی ارګانونو ته ورته ادارو له غاړی دی. او بی لدی د ولسوالیو شورا ګانو ټاکنی هم ناشونې دی.
که د انتخاباتی نظام اصلاح لپاره د رآیی ورکوونکو لست جوړیدل او د ولسوالیو شورا ګانو ټاکنی شرط وی، نو د تک عضوي حوزو د جوړیدو کار وګڼۍ چی په خپله و شو، او په سلو کی اتیا د حوزو جوړیدو کار شوی وبوله. نو دا ویره چی ګویا د تک عضوی حوزو وېش د تخنیکی اوتطبیقی پلوه ستونزمن دی هم بی ځایه ده.
مخکې مو وویل چی د کوم انتخاباتی سیستم ګټې تر تاوانو زیاتې وی او ټولنه کی د تطبیق وړ وې غوره سیستم دی، د دی ډول سیستم ګټی دا دی:
- انتخاباتی حوزه کوچنئ ده د ټاکنو اداره او مدیریت یی اسانه دی.
- د کاندیدانو لپاره د کمپاین ساحه وړه ده د کاندید مالی مصارف کمیږی.
- په وړه حوزه کی د کاندیدانو، ناظرانو او رآیی ورکوونکو ترمنځ د پیژند ګلوۍ اسانتیاوی زیاتیږی. د تشنج او خشونت مخه اسا نه نیول کیږی.
- وړه حوزه کی کاندیدان کم وی د رآیی پاڼې حجم هم کمیږی.
- کوچنئ رآیی پاڼه کی د خوښی وړ کاندید پیژندنه اسانه او ژر کیږی ، رآیی ورکوونکی په کم وخت کی خپل د پام وړ کاندید پیدا کولی شی.
- د وړی او کوچنئ رآیی پاڼې د چاپ او انتقال مصارف کم وی.
- وړه رآیی پاڼه کی د رآیی ورکوونکو د غلطئ کچه کمیږی او د تقلب او شکایاتو مخنیوی کیدای شی.
- د وکیل او مؤکل ډیر سره نژدی کیږی اونژدی رابطه په یو بل د اعتماد سبب کیږی.
- نمایندګی ښه تامینیږی او بریالی نماینده ګان سخت کوښښ کوی چی په صداقت کار وکړی تر څو د نورو دورو لپاره هم چانس ولری.
- د ټاکنو پایلی ژر تر لاسه کیږی او په مراکزو کی د زیات انتظار او معطل کیدوله امله د لاس وهنو مخه نیول کیږی.
- د رآیی ورکوونکو، ناظرانو او کاندیدانو ترمنځ د ښه پیژند ګلوۍ له کبله د تکراری رآیی ورکولو مخه نیول کیږی. چی د ټاکنو له مشروعیت سره ډیره مرسته کوی.
- د اشتباهاتو او شکایاتو له امله کیدای شی رآیی بیا بیا وشمیرل شی،او که پراخه او مشهود تقلبات او تخلفات شوی وو نو د دوهم ځل ټاکنو امکان هم شته دی.
- که ټاکنی د نا مناسبه امنیتی وضعیت او یا ناوړه طبعی پیښو له امله په ټاکلی نیټه ونه شی ، کیدی شی په یو بل مناسب وخت کی بیا ټاکنی وشی.
- که انتخاباتی حساس مواد د دښمن د حملو، اورلګیدنی ، سیلابونو او یا نورو حوادثو له امله له مینځه ولاړ شی نو د بیا تهیه او اماده کولو کار یی اسا نه کیدی شی.
- د کاندیدانو تر مینځ د سیالۍ له امله د حوزی اړونده مناطق د عمرانی، اقتصادی او اجتماعی پلوه پرمختګ کولی شی.
- قومی، ژبنی او سیاسی اقلیت چی په لویه حوزه یعنی ولایت کی د سیالۍ وس نلري وړو حوزو کی لږ تر لږه د یوی چوکۍ ترلاسه کولو چانس لرلای شی.
مخکی مو وویل چی ټول انتخاباتی سیستمونه د ګټو ترڅنګ ځینی تاوانونه هم لري، مثلا:
- دریمه لیکه ګوندونه او یا کاندیدان د سیالۍ له توانه لویږی اودا سیستم زیاتره د دوو مخکښو کاندیدانو او یا ګوندونو د تبارز سبب کیږی.
- د کرښو یا مرزونو رسمول کیدی شی وخت واخلی، خو د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له امله دا چاره حتمی ده نو تر ډیره بریده دا ستونزه هم حل ده.
- د کرښو او مرزونو، او رآیی ورکوونکو د شمیر په ویش کی د بی عدالتیو ویره موجوده وی.
- د ښځو لپاره د چوکیو ګټلو چانس کمیږی، خو له نیکه مرغه زموږ په هیواد کی دا ستونزه اساسی قانون حل کړی ده او د ښخوسیټونه وار له مخه محفوظ دی هغه داسی چې د ښځو لپاره حوزه ټول ولایت دی نه ولسوالي یا تک عضوي وړه حوزه .
- دا سیستم هغو ګوندونو ته اهمیت لری چی د پراختیا په حال کی وی او لا هم سیاست پکی د کورنیو او قومی اړیکو په شاوخوا څرخیږی ، او په سترو سیاسی ګوندونو پوری تړلی نه وی .