تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان د انتخاباتي کمیسیونونو غړي یا کمیشنران نن /شنبه/ رسماً په کار پیل وکړي.
دوی به په لومړني ګام کې رييسان، مرستیالان، مالي مسوولان او منشیان په رایو غوره کړي.
همداراز ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو د انتخاباتو لپاره مهالوېش جوړ کړي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ۷ غړي او د شکایتونو د کمیسیون ۵ غړي له ډېرو چینو او بحثونو وروسته تېره اوونۍ /سې شنبه – نوومبر۲۲/ وټاکل شول.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته غوره شوي کسان:
نجیب الله احمدزی
عبدالقادر قریشي
ملیحه حسن
وسیمه بادغیسي
معاذ الله دولتي
رفېع الله بېدار
ګلاجان عبدالبدیع صیاد.
لومړني ۴ تنه د ۵ کلونو او وروستي ۳ د ۳ کلونو لپاره ټاکل شوي دي.
د شکایتونو د خپلواک کمیسیون غړي:
غلام دستګیر هدایت
عبدالبصیر فایز
علیرضا روحاني
حمیرا حقمل
عبدالعزیز اریايي
په یادو ۵ تنو کې لومړي درې د ۵ کلونو او وروستي دوه د ۳ کلونو لپاره ټاکل شوي دي.
د انتخاباتي کمیسیونونو غړیو ته د لوړې په مراسمو کې ولسمشر غني وویل چې له ټولو کاندیدانو څخه د اجرايي ريیس عبدالله عبدالله په مخکې مرکې اخیستل شوي او د هغوی په ټاکنه کې د وړتیا، لیاقت، تجربې، قوم، حنس، مذهب او عمر په شان معیارونه په پام کې نیول شوي دي.