د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین له پیل سره د لومړي پړاو ټاکنو دوه مخکښ نوماندان او پلویان یې هریو هڅه کوي،چې له هرې ممکنې لارې ډېرخلک پرځان را مات او دویم پړاو ټاکنې وګټي.
په دې ترڅ کې طبیعي ده،چې د کمپایني دود مطابق به هرلوری پخپله ګټه او د بل خلاف ډېرتبلیغات کوي او تربل لوري به ځان پیاوړی،ښه او د خدمت وړګڼي.
په داسې وخت کې موږ هریو باید له ځان سره په دې اړه فکروکړو،چې د انتخاب معیارونه مو باید څه وي او د کومو اصلونو له مخې یوه مخکښ ولسمشریزنوماند ته رایه ورکړو.
پوهه
پوهه(علم) یو لوړترین اصل دی،چې د اسلام مبارک دین ترڅنګ ټول بشریت ورته په لوړ لومړیتوب قایل دی.
اسلام او بشري قوانین ټول د مشرپه ټاکلو کې دا اصل مهم او په ټاکل کیدونکي مشرکې په لوړه کچه د دې اصل موجودیت مهم ګڼي.
موږباید د خپل نوي ولسمشرپه ټاکلو کې دا اصل په جدي ډول په پام کې ونیسو.
سابقه او شخصیت
افغانستان داسې هېواد دی،چې کم سیاستوال او مهمې څېرې یې ښه سابقه او شخصیت لري،ځکه د تېرو څولسیزو په ناورینونو کې یې لویه برخه دغو څېرو ونډه لرله.
د نوي ولسمشرپه توګه د ټاکنې یو مهم معیاردا هم باید وي،چې د چا ماضي متنفره او د چا پاکه او بې داغه ده.
په تېرو څو لسیزو کې دوه ډېرمهم منفي ټکي چې افغانان بدې خاطرې ترې لري،وینه تویونه او فساد دي.
د ولسمشرۍ یو نوماند په ښکاره وایي چې یو لاس مې له وینو او بل له فساده پاک دی،خو بل نوماند چې د نظارجنګي شورا ویاند او مخکښ غړی و،د داسې خبرې جرئت یې کله شخصاً د ځان په اړه نه دی کړی.
د شخصیت له پلوه هم پردغو دوو مخکښو نوماندانو باید قضاوت وشي،چې افغاني ارزښتونو سره څومره دوی متعهد،د مشرۍ درنښت او د شملې تړلو وړ دي.
په شخصیت کې قاطعیت،جدیت دوه مهم اصلونه دي،چې باید په دواړو نوماندانو کې یې ولټوو.
پلان او طرحه
د دواړو نوماندانو کاري پلانونه چې د خپل حکومت د جوړولو لپاره یې لري،هم باید په پام کې ونیول شي.
دوی دې مطالعه او واوریدل شي،چې کوم یو د هرافغان د زړه خبرې کوي،د افغانستان له حالاتو سم خبردی اود ملي یووالي د ساتلو،پیاوړتیا او ټینګښت ظرفیت لري.
افغانستان په اوسني حساس حالت کې چې نړیوال ترې خپل ډېرپوځونه باسي او ویستی یې هم دي او ورسره یې خپلې اقتصادي مرستې پرې راکمې کړي،د خپل کورني اقتصاد پیاوړتوب ته جدي اړتیا لري.
په افغانستان کې ورځ تربلې د بې کارۍ،فقر او اقتصادي کمزورۍ مخ په لوړیدونکې کچه زموږ د راتلونکي په باب جدي اندیښنې دي.
دې اندیښنو ته هم باید د دواړو مخکښو ولسمشریزو نوماندانو په پلانونواو کاري طرحو کې وکتل شي،چې کوم یو یې د دې او نورو اساسي ستونزو او اړتیاوو د حلولو ظرفیت لري.
پرتبلیغاتو نه تېروتل
ولس مسول دی،چې په دویم پړاو ټاکنو کې ترلومړي پړاو ډېرد تبلیغاتو له اغېزو ځان خوندي وساتي او په عاقلانه ډول د دواړو ولسمشریزو نوماندانو د پوهې،شخصیت،سابقې،جدیت،ظرفیت او نورو ځانګړنو په اړه فکر او پریکړه وکړي.
که داسې ونه کړي،حتمي ده چې دوی به په یو او بل نوم تېرویستل کیږي او په غلط لوري به سوق کړی شي.
له دې کبله ښه ده،چې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو تررایه اچونې مخکې د هېواد په هرګوټ کې ځوانان،قومي مخور،ښځینه قشر او نورټول پخپلو ناستو،بنډارونو او راټولیدنو کې د دویم پړاو ټاکنو پرموضوعاتو وغږیږي.
دوی ممکن د همدغو او نورو مهمو معیارونو له بحث کولو سره د ښه انتخاب په لرلو بریالي شي،هغه کارچې افغانستان به یې د فردي هڅو،ښه قضاوت او ښه انتخاب په و سیله د یوه ښه راتلونکي پرلور بیولی وي.